سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

برتانوی فزيک پوه سټيفن هاکينگ د ۷۶ کالو په عمر ومړ

د برتانيې وتلی فزيک پوه سټيفن هاکينگ نن د برتانيې په کمبريج ښار کې د ۷۶ کالو په عمر په خپل کور کې مړی شوی دی.

د سټيفن هاکينگ درې واړو زامنو رسنيو ته ويلي، چې پلار يې د خوب پر مهال مړ شوی و او دوی يې په مړينه ډېر غمجن او دردېدلي دي.

د هغه  زامن لوسي، رابرټ او ټيم وايي: «موږ د خپل پلار په مړينه ډېر غمځپلي يو؛ ځکه چې نن زموږ پلار مړ شوی، نوموړی يو ستر عالم او بې ساري انسان و او د هغه علمي پانگه به تر ډېره په نړۍ کې پاتې وي.»

هاکينگ د ۱۹۶۳ کال پر مهال ۲۲ کلن و، چې عصبي گوزڼ وهلی و، هغه مهال ډاکټرانو د ده کورنۍ ته ويلي و، چې دی به يوازې څو مياشتې ژوندی وي.

د دغې عصبي ناروغۍ د پنځه سلنه له اخته کېدو وروسته هم انسان يوازې يو کال شاوخوا ژوندی پاتې کېدای شي او ډېری خلک يې په لومړيو وختونو کې مري، خو هاکينگ تر اوسه په دغسې ناروغ حالت کې ژوندی و.

سټفين هاکينگ يوازې د ناروغانو په بايسکل پورې محدود و او د خبرو کولو لپاره به يې طبي وسايل کارول.

نوموړي د ساينس په اړه گڼ کتابونه ليکلي او تر ټولو مشهور کتاب يې «د وخت لنډ تاريخ» دی، چې لس ميليونه ټوکه پلورل شوی دی.

سټيفن هاکينگ په ۱۹۴۲ کې د برتانيې په اکسفورډ ښار کې پيدا شوی و، لومړنۍ زده‌کړې يې په طبيعي علومو کې په اکسفورډ کې کړې وې او دوکتورا يې له کمبريج پوهنتون څخه ترلاسه کړې و.

نوموړی په ۱۹۶۳ کې پر عصبي گوزڼ اخته شو، چې له امله يې له خبرو، تگ راتگ او بدن خوځولو هم پاتې شو او هغه مهال ډاکټرانو وړاندوينه کړې وه، چې نوموړی به يوازې څو مياشتې ژوندی پاتې وي، خو ده له همدې ناروغۍ سره نږدې نيمه پېړۍ ژوند وکړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون