سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ريکس ټيلرسن د گوښه کولو لامل څه و؟

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د بهرنيو چارو د وزير ريکس ټيلرسن ترمنځ د اختلافاتو خبرونه رسنيو ته راوتلي وو، خو مخکې تر دې، چې دا اختلافات په ناندريو واوړي ډونلډ ټرمپ هغه له خپلې دندې گوښه کړ او پر ځای يې د سي ای اې مشر مايک پومپيو د بهرنيو چارو  وزارت لپاره نوماند کړ.

امریکايي او برتانوي رسنۍ وايي، چې د ټرمپ او د ټيلرسن د اختلاف لومړی ټکی هغه مهال راڅرگند شو، چې د بهرنيو چارو وزير تېر کال جولای کې په پنټاگون کې د يوې غونډې پر مهال ولسمشر ټرمپ «احمق» بللی و او له دې خبرې له گرځېدو يې هم نټه کړې وه.

د ټيلرسن له څرگندونو وروسته ټرمپ هغه ته ځينې گواښونه کړي وو، خو د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي و، چې يوازې «ټوکې» وې او جدي يې نه وې بللې.

تېر کال ځينو رسنيو خبر ورکړی و، چې د ټرمپ او ټيلرسن ترمنځ د اختلافاتو له امله د بهرنيو چارو وزير له خپلې دندې استعفا کوي، خو ټرمپ او مرستيال ولسمشر هغه اړ کړی و، چې په خبرغونډه کې له ټرمپ سره د اختلافاتو او د خپلې استعفا خبرونه رد کړي.

امریکايي رسنيو د دولتي سرچينو له خولې ليکلي، چې ټيلرسن په خپلې دندې کې خوښ نه و، هغه د نړۍ گڼو هېوادونو ته سفرونه کول، خو د نوموړي دې سفرونو د ولسمشر په فکر کوم ځانگړی اغېز نه درلود. سره له دې، چې ټيلرسن له ټرمپ سره جوړ نه و، خو په ظاهره يې هڅه کوله، چې ځان ولسمشر ته وفادار وښيي.

د ټيلرسن له گوښه کولو وروسته ټرمپ ويلي و، چې له ټيلرسن سره يې په گډه کار کړی، خو په ځينو چارو کې يې اختلافات نه حل کېدونکي وو.

ټرمپ زياته کړې: «له ایران سره اټومي تړون زما په نظر ښه نه دی، خو ټيلرسن بيا دې تړون ته په ښه سترگه کتل. ما هڅه کوله، چې له دغه تړونه تېر شو او يا په کې بدلون راولو، خو د ټيلرسن نظر بدل و او له همدې امله موږ نشو کولی، چې يو ډول فکر وکړو.»

د دواړو ترمنځ روان اختلاف يوازې د ایران د اټومي پروگرام په اړه نه و، بلکې د شمالي کوريا په قضيه کې هم دواړو له يو بل سره مخالف نظرونه درلودل.

څه موده وړاندې ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي و، چې «ټيلرسن له شمالي کوريا سره د مذاکراتو په اړه يوازې خپل وخت خرابوي.»

خو ټرمپ هغه مهال ټیلرسن هيښ کړ، چې نوموړی د افريقا په سفر بوخت و او ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کم جونگ اون سره د مذاکراتو هيله ښکاره کړه.

د دواړو ترمنځ د اختلاف بل ټکی د برتانيې په سويل کې د روسيې يو استخباراتي افسر ته د زهرو ورکولو موضوع وه. ټيلرسن د مسکو د تورونو پر وړاندې د لندن ملاتړ کاو، خو ټرمپ بيا د لندن پر ضد د مسکو د تورونو ملاتړی و.

ټيلرسن ويلي و، چې د دغه روسي استخباراتي افسر پر ضد کارول شوي زهر له روسيې ورغلي وو.

بي بي سي ويلي، چې ټيلرسن په بهرنيو چارو وزارت کې داسې ښکارېده، چې ماتېدونکي يخ روان وي او د وزارت پخوانيو چارواکو د هغه پر ماموريت او وفا باور نه درلود.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون