افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

حیرتانو بندر کې د تلې په نوم ناقانونه پيسې اخیستل کیږي

یو شمېر سوداگر او موټر چلوونکي وايي، د بلخ په حیرتانو بندر کې د تلې پيسې شخصي جیبونو ته لویږي او ددې پیسو اخیستل هم ناقانونه بولي.

دغه کسانو ادعا کړې، چې نه کومه قانوني پارچه ورکول کیږي او نه هم کوم سند؛ خو پیسې ترې اخیستل کیږي او غږ یې هم څوک نه اوري.

دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې اونۍ وړاندې د اکانومیست په نوم مجلې ویلي و، چې د بلخ گوښه شوی والي عطامحمد نور هر کال له حیرتانو بندر څخه ۹۰ میلونه ډالر عواید تر  لاسه کوي.

ددغه څرگندونو په غبرگون د عطامحمد نور دفتر وویل، چې د حیرتانو بندر ټول عواید ۹۰ میلونه ډالر دي نو څنگه به ترې دومره پیسې پټې شي.

له کابله خپریدونکې هارټ اف ایشیا ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله دا هم ویلي، چې په ټول افغانستان کې تلې د اقتصاد عالي شورا د پریکړې له مخې تړل شوې؛ خو په حیرتانو بندر کې تله فعاله ده او په نوم پيسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

د جلیل په نوم یو موټر چلوونکي ویلي، دغه پيسې شخصي جیبونو ته ځي، ځکه نه یې کومه پارچه موټر چلوونکي ته ورکول کیږي او نه هم ټاکل شوې اندازه لري.

د ټول گټو وزارت ویاند مهدي روحاني بیا ویلي، چې تلې اوس له دوی څخه اخیستل شوې او مسوولیت یې مالیې وزارت ته سپارل شوی.

هغه همداراز ویلي، چې د اقتصاد عالي شورا د ډيرو تلو بندولو پریکړه هم کړې ده.

د حمیدالله په نوم یوه سوداگر ویلي، که موټر ډير بار وي، ډیرې پيسې درنه اخلي، که لږ بار وي بیا یو څه کمې پيسې اخلي، داسې کله نه دي شوي، چې موټر دروند بار شوي وي او چا گرځولی وي.

دی وایي، له ۲۰ او ۴۰ فټ موټرو د اخیستل کېدونکو ناقانونو پیسو بیه هره شپه تغیریږي او په خپله خوښه د همدې تلې شاوخوا گومارل شوي کسان یې ټاکي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون