افغانستان

هرات کې د اوبو پر سر دوو کلیو وسله‌واله شخړه کړې

هرات ښار

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې دوه کلیو د اوبو پر سر څو ساعته وسله واله نښته کړې، چې له امله یې نږدې ۲۵ تنه ټپيان شوي دي.

د هرات ولایتي شورا وایي، دوی ددغه ستونزې د هواري هڅه هم وکړه خو بریالي نه شول او تېره ورځ دواړو کلیو نښته پیل کړه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

د هرات د پولیسو یوې سرچینې ویلي، تېره ورځ د زنده جان ولسوالۍ په شکیبان سیمه کې دوه کلیو تر لفظي شخړې وروسته په لرگیو او کوتکو جگړه کړې او وروسته وسلو ته سره رسیدلې او یو بل ته یې مورچې نیولې دي.

دغه سرچینه وایي، د نښتې اصلي لامل هغه اوبه دي، چې د دواړو کلیو تر منځ مشترکې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د وسلو او چړو په گوزاونو له دواړو لورویو ۲۴ کسان ټپيان شوي، چې دا مهال په سیمه‌ییزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد هم ددغه پېښې پخلی کوي او زیاتوي، چې د ولایتي شورا یو پلاوی یې د هواري لپاره ورغلی و؛ خو د ستونزې په حل نه دی بریالی شوی.

د هغه په وینا پولیس هڅه کوي ځان سیمې ته ورسوي، او د دواړو لورو تر منځ د لا زیاتو زیانونو د اوښتو مخه ونیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون