افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

پر نوري فابیر د پانگونې د جواز قرارداد ارگ کې لاسلیک شو

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نوري فایبر په ملي شبکه د پانگونې جواز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او ځینو کمپینو ترمنځ لاسلیک شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وایي، د دغو دریو قراردادونو ارزښت ۳۸۳ میلونه ډالر کیږي، چې له مخې به یې قرارداد اخیستونکې شبکې د نوري فایبر په ملي شبکه پانگونه کولی شي.

د سرچینې په حواله دغه قراردادونه چې نن د اقتصاد عالي شورا په پای کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اتر له لوري، له افغان بیسم، اتصالات او اسیا مشورتي گروپ سره لاسلیک شول.

دا مهال د افغانستان ډيرې سیمې له نوري فایبر سره نه دي نښلېدلې او له همدې امله په کې مخابراتي خدمتونه محدود دي.

که د افغانستان ټولې سیمې له نوري فایبر سره وصل شي، په دې سره له یو لوري د مخابراتي اړیکو بیه ټيټیږي او له بل پلوه ټول افغانان په ارزانه بیه انټرنیټ ته لاسرسی موندلی شي.

که څه هم ارگ د تازه لاسلیک شویو قرارادادونو په اړه ډیر څه نه دي ویلي؛ خو گومان دا دی چې تر دې وروسته به یادې درې کمپنۍ په دغه برخه کې د پانگونې صلاحیت ولري.

په ولسمشرۍ ماڼۍ یوه نیوکه هم دا ده چې په کې لاسلیک کېدوونکي ډیری قرادادونه گونگ وي او په اړه یې ډير وضاحت نه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون