سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

پوټين د څلورم ځل لپاره د روسيې ولسمشر وټاکل شو

د روسيې ولسمشر ویلاديمير پوټين په يو ځل بيا په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شوی او د راتلونکو شپږو کلونو لپاره به د روسيې ولسمشر وي.

د روسيې د ټاکنو مرکزي کميسيون ويلي، چې ولسمشر پوټين په ولسمشريزو ټاکنو کې شپږ اویا سلنه رايې ترلاسه کړي او د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.

د روسي حکومت د اپوزيسيون پر مشر او د پوټين تر ټولو ستر سيال اليکسي نيوالني باندې په ټاکنو د برخې اخيستو بنديز و.

د بريا له اعلان وروسته پوټين په مسکو کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته ويل، چې د روسيې ولس د ده د تېرو کلونو برياوې منلي او له همدې امله يې نوموړی يو ځل بيا د شپږو کلونو لپاره ولسمشر ټاکلی دی.

په روسيې کې د نوو ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له مخې ولسمشر پوټين د ۲۰۱۲ په پرتله ډېرې رايې اخيستې دي. د ۲۰۱۲ په ولسمشريزو ټاکنو کې هغه ۶۴ سلنه رايې ترلاسه کړې وې.

د روسيې د ټاکنو مرکزي کميسيون ويلي، چې د پوټين تر ټولو ستر سيال پيول گروډينن ۱۳.۲ سلنه رايې ترلاسه کړي دي.

د ويلاديمير پوټين ټاکنيز ټيم د سترې بريا په هيله و، او د ولسمشر دا بريا يې «نه باورېدونکې فتحه» بللې ده.

په دغو ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې اچونې پر مهال د خپلواکو ټاکنو د څار ډلې «گولوس» په ټاکنو کې د درغليو د سلگونو پېښو تورونه لگولي، خو د روسيې د ټاکنو د مرکزي کميسيون مشر پامفيلوفا وايي، چې دوی ته تر اوسه د ټاکنيزو درغليو کوم څرگند دليل په لاس نه دی ورغلی.

ويلاديمير پوټين يو ځل بيا په داسې حال کې د روسيې ولسمشر وټاکل شو، چې د روسيې او برتانيې ترمنځ ډيپلوماټيک کړکېچ پيل شوی او دواړو دولتونو د يو بل ډيپلوماټانو د شړلو پرېکړه هم کړې ده.

برتانيې د روسيې پخواني استخباراتي افسر او د هغه لور ته د زهرو ورکولو د پېښې په تړاو ۲۳ روسي ډيپلوماټان له هېواده شړلي او په غبرگون کې يې روسيې هم ۲۳ برتانوي ډيپلوماټانو ته امر کړی، چې له دغه هېواده ووځي.

برتانيه وايي، چې روسيه ورسره د پخواني روسي استخباراتي افسر د مرمزو وژل کېدو په پلټنو کې مرسته نه کوي او نه هم د دوی د پوښتنو ځواب وايي.

په مقابل کې يې روسيې د دغه افسر په وژل کېدو کې خپل لاس لرل رد کړي دي او په دې اړه يې د برتانيې تورونه ناسم بللي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون