پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

«هند له افغانستان څخه په پاکستان کې ترهگري خپروي»

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر تورنجنرال اصف غفور ‏

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر تورنجنرال اصف غفور ويلي، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او «له هغه هېواد په پاکستان کې ترهگري خپروي.»

جنرال غفور گلف نيوز سره په ځانگړې مرکې کې ويلي، چې هند تل د پاکستان لپاره گواښ دی او په پاکستان کې د ترهگرۍ لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

دی وايي، چې په پاکستان کې د ناامنيو تر شا د هند لاس دی.

د پاکستان د پوځ وياند او د عامه اړيکو د ادارې مشر ويلي، چې تر څو د هند له لوري پاکستان ته هر ډول پټ او ښکاره گواښونه موجود وي، په هېواد کې به يې د امنيت او ټيکا هيله نيمگړې وي او تور پورې کوي، چې هند په پاکستان کې د ترهگرۍ خپرولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

نوموړي ويلي، چې له هند سره د کشمير په گډون د ټولو لانجمنو مسئلو اواري ته چمتو دي او په وينا يې پاکستان د يوه اټومي ځواک په توگه په سيمه کې خپل رول ادا کوي.

د افغانستان حکومت او امریکا هم له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

تورنجنرال اصف غفور ويلي، چې پر خپله خاوره يې د طالبانو او «حقاني شبکې» ټول مرکزونه او پټنځي له منځه وړي او په پاکستان کې يې د طالبانو د مرکزونو د شتون خبرونه رد کړي دي.

هغه زياته کړې، چې په پاکستان کې د ترهگرو ډلو منظم فعاليتونه نه شته او د ځينو پاتې شونو پر ضد يې پوځي عمليات روان دي او له امریکا يې په دې اړه د مرستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر يو ځل بيا په داسې حال کې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د کارولو تور پورې کړی، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه د دوو اړخيزو اړيکو د رغولو سربېره له طالبانو سره د سولې خبرو کې د مرستې وړانديز په موخه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله سره کتلي دي.

جنرال جنجوعه کابل ته د خپل سفر پر مهال له طالبانو هم غوښتي، چې د افغان حکومت د سولې وړانديز ومني.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون