افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو پر کابل د خپلو غوښتنو منلو لپاره برېښنا پرې کړې

له پرون راهیسې په کندوز کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو الوزول شوې او طالبان وایي، دا کار یې د دې لپاره کړی، چې حکومت د دوی تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د برېښنا ستونزې نه حلوي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغه چې په کندوز او بغلان کې د برېښنا په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي، پر کابل به برېښنا پرې وي.

دوی همداراز زیاته کړې، په کابل کې د بهرنیو او افغان ځواکونو لوی مرکزونه هم شته نو ځکه د برېښنا پرې کېدو زیان دغه مرکزونو ته هم رسیږي.

خو کابل کې د نړۍ نیوز خبریال چې د بهرنیو ځواکونو د اډو پر بریښنا یې څه موده وړاندې یو څړنیز راپور لیکلی و وايي، بهرني ځواکونه افغانستان ته له راغلې وارداتي برېښنا گټه نه اخلي او هره اډه یې د حرارتي برېښنا ځانگړي سب سټیشنونه لري.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د کندز او بغلان په ولایتونو کې د بريښنا او نورو خدماتو د مخنیوي په غبرگون کې طالبانو امر کړی چې ترهغو چې په یادو ساحو کې خلکو ته خدمات بیرته پيل نشي او منظور شوی پروژې تکمیل نشي، ترهغو به په کابل باندې هم بریښنا پرې وي.

دوی خپلې غوښتنې د کندوز چهاردرې، گل تېپه او یو شمېر نورو سیمو ته د برېښنا رسول یاد کړي او همداراز یې ویلي، چې د بغلان دهنه غوري او عمرخیلو سیمو ته هم باید ژر تر ژره برېښنا ورکړل شي.

طالبانو زیاته کړې، تر هغه چې د دوی تر ولکې په لاندې سیمو کې چې دوی یادې کړې خلک له برېښنا برخمن نه شي پر کابل به هم برېښنا پرې وي.

اوس نو د کابل خلک د ډانگ او پړانگ تر منځ شوي، بې بریښنا ژوند ورته له ستونزو ډک او د برېښنا رسېدل ورته د طالبانو په شروطونو پورې وتړل شول.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون