افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسي جرگه: د ټاکنو ځنډ نور د زغملو نه دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ښايي راتلونکې پارلماني ټاکنې د چنگاښ په میاشت کې ترسره نه شي او په احتمالي توگه د دغو ټاکنو لپاره نېټه د ۱۳۹۷ کال تلې میاشت ښيي، چې اوس دې کار وکیلان غوسه کړي او په وینا یې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو په ټاکنو کې ځنډ ورته د زغم نه دی.

تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغیسۍ وویل، چې د ځينو ستونزو له امله ښايي د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانې ټاکنې په هغه نېټه ونه شي چې کمېسیون اعلان کړې ده.

د هغې په خبره په احتمالي ډول ښايي دغه ټاکنې د راتلونکې کال په تلې میاشت کې ترسره شي.

د ولسي جرگې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو د امتیازي وخت پر مهال ډيرو یې د ټاکنو د ځنډیو له امله اندیښنه څرگنده کړه.

په ولسي جرگه کې د وردگو استازي غلام حسین ناصري وویل، که ټاکنې نورې هم وځنډیږي خلک به پر حکومت په بشپړ ډول بې باوره شي.

د وکیلانو د اندیښنو تر ځواب وروسته د ولسي جرگې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل، د ټاکنو نور ځنډول د زغملو نه دي.

د هغه په خبره حکومت باید په هره بیه چې کیږي د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانې ټاکنې په هغه نېټه ترسره کړي، چې اوس یې اعلان کړې ده.

که څه هم ولسي جرگه د درېیم کال لپاره په امیتازي ډول فعالیت کوي؛ خو ولسمشر غني په ټینگار سره ویلي، چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې به پارلماني ټاکنې ترسره کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون