سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سعودي وليعهد: د ښځو او سړيو ترمنځ هېڅ توپير نشته

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ښځو او سړيو ترمنځ توپير سخت دريځي بللې او زياتوي، چې «موږ ټول انسانان يو، د ښځو او سړيو ترمنځ څه توپير نشته.»

د سعودي ۳۲ کلن وليعهد په واشنگټن کې له سي بي ايس ټلویزيون سره په مرکه کې د سعودي په اړه د خپل راتلونکي لرليد په تړاو څرگندونې کړي دي.

له هغه وخته، چې محمد بن سلمان د سعودي وليعهد  ټاکل شوی، په هېواد کې يې ځينې ناببره بدلونونه راوستي او تر ټولو مهم يې په ټولنيزو برخو کې د ښځو په اړه نرمي او ازادي ده. د وليعهد په امر د ښځو پر لباس بندیز پای ته رسېدلی، په دولتي ادارو کې د ښځو پر استازولۍ او د ښځو په موټر چلولو بنديزونه لرې شوي دي، همدارنگه د موسيقي په محفلونو لگېدلي بنديیزونه هم لرې شوي، ښځو ته اجازه ورکړل شوې، چې د لوبو ننداره وکړي او د موسيقي په پروگرامونو کې گډون وکړي.

له سي بي ايس ټلويزيون سره په مرکه کې محمد بن سلمان ويلي، چې «په سعودي کې داسې سخت دريځي خلک هم شته، چې د دوو جنسونو يو ځای کېدو څخه مخنیوی کوي، دوی په يوه ځای کې د ښځې او سړي د کار کولو په معنا نه پوهيږي او د دوی ډېری څرگندونې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند په اړه له ناپوهۍ ډکې دي.»

دی وايي، چې «موږ ټول انسانان يو او زموږ ترمنځ په کار کولو کې هېڅ توپير نشته.»

محمد بن سلمان په دغه مرکه کې منلې، چې په هېواد کې يې د پخواني فکر او سخت دريځي خلک شته او دوی غواړي، چې د سخت دريځۍ پر ځای خپل سيمه‌ييز کلتور ته ستانه شي او د نورو خليجي هېوادونو په څېر ازاد ژوند وکړي.

سعودي وليعهد ادعا کړې، چې له ۱۹۷۹ وړاندې کلونو کې له نورې نړۍ مخکې دلته ښځو موټر چلول، په سعودي کې د فلمونو نندارې وې او ښځو په هر ځای کې کار کولی شو.

په سعودي کې د شاهي کورنۍ د غړو او نورو چارواکو د نيولو په اړه بن سلمان د دغو نيونو دفاع کړې او ټينگار يې کړی، دوی چې څه کړي، «ډېر قانوني او پر ځای گام يې اخيستی دی.»

هغه ادعا کړې، چې له نيول شوو کسانو څخه يې سل ميليارده ناقانونه ډالر بېرته اخيستي دي، خو ټينگار يې کړی، چې د دوی موخه د پيسو تر لاسه کول نه، بلکې په فساد ککړو خلکو ته سزا ورکول و.

د سعودي وليعهد له لوري په سلگونو ميلويونه ډالروتاريخي تابلوگانې او د نړۍ تر ټولو گران بيه کور په اخيستو د پوښتنې په ځواب کې محمد بن سلمان ويلي، چې دا د ده شخصي پانگه ده او چې څنگه يې خوښه وي، هغسې يې کارولی شي. «زه څه بې وزله انسان نه يم، بلکې د شاهي کورنۍ يو مالداره سړی يم او نه زه گاندهي او يا منډيلا يم.»

څو ورځې وړاندې په يوه راپور کې راغلي و، چې سعودي وليعهد د نړۍ تر ټولو گران بيه کور اخيستی او همدارنگه يې يوه تاريخي تابلو په څلور نيم سوه  ميليونه ډالر اخيستې وه.

دی وايي، چې د خپلې پانگې ۵۱ سلنه پر خلکو او ۴۹ پر خپل ځان لگوي.

د سعودي وليعهد اوسمهال په واشنگټن کې دی سبا سه شنبه به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وگوري. د دغې ليدنې بنسټیزه اجنډا کې د امریکا او سعودي د گډ دښمن ایران پر ضد خبرې دي او همدارنگه به د سعودي په داخلي چارو کې د بدلون ، د يمن جگړې او قطر سره د روان کړکېچ په اړه هم له امریکايي ولسمشر سره خبرې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون