سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

مټيس: ايران په افغانستان او سيمه ناامني خپروي

د امريکا دفاع وزير جيمز مټیس

د امریکا دفاع وزير جيمز مټیس ويلي، چې ايران په افغانستان او ټوله سيمه کې د ناامنيو د خپرولو مسوول هېواد ی.

مټیس له کابله واشنگټن ته له رسېدو وروسته پنټاگون کې د افغانستان د سفر په اړه رسنيو ته وويل،چې د ده د معلوماتو له مخې ایران په خپل دريځ کې بدلون نه دی راوستی او تور يې پورې کړی، چې تهران د افغانستان په گډون په ټوله سيمه کې ناامني خپروي.

له مټيس وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن هم له تېرو څو مياشتو راهيسې څو ځله د پاکستان او روسيې په گډون ایران د افغانستان په لويديځ کې د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

د افغانستان د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي په گډون ځينو نورو افغان چارواکو او د سياسي چارو کارپوهانو هم ويلي، چې ايران له وسله‌والو طالبانو سره په يوه اندازه مالي او پوځي مرستې کوي.

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل، د فراه ولايت ځينو چارواکو او د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور هم ويلي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو د پرمختگ تر شا د ایران لاس دی.

معصوم ستانکزی وايي، چې ایران د داعش د ځپلو په پلمه له طالبانو سره مرسته کوي.

طالبانو ويلي، چې د افغانستان د قضيې په اړه د سیمې له گڼو هېوادونو سره اړيکې لري، خو د داعش د ځپلو لپاره يې د ایران او نورو هېوادونو د مرستو تورونه رد کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په تېرو وختونو کې رسنيو ته ويلي و، دوی دومره توان لري، چې د ایران او نورو هېوادونو له ملاتړ پرته د داعش او خپلو نورو دښمنانو پر ضد جگړه وکړي او په دې اړه د نورو هېوادونو مرستو ته اړتيا نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون