افغانستان سلايډ (فيچر)

دفاع وزارت: د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان سرتېرو مرگ ژوبله کمه وه

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې ۱۳۹۶ل کال کې د افغان سرتېرو مرگ ژوبله د تېر کال په پرتله ديارلس سلنه کمه وه.

د دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري نن د ۱۳۹۶ کال په وروستۍ ورځ په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې د امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې د کموالي سربېره د دوی عمليات هم له دفاعي حالته هجومي شوي او د مخالفينو په مرگ ژوبله کې بې ساري زياتوالی راغلی دی.

د جنرال وزيري په وينا د تېر کال په پرتله د افغان ځواکونو مرگ ژوبله ديارلس سلنه کمه شوې، خو بيا يې هم دغو سرتېرو ته د اوښتنې مرگ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاگه کړی.

د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړې، چې د گډو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې لس زره اته سوه څلور څلوېښت مخالفين ټپيان شوي او له دوو زرو زيات کسان نيول شوي دي.

که څه هم جنرال  وزيري د افغان سرتېرو د مرگ ژوبلې شمېر کم ښوولی، خو افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سیگار» په خپلو وروستيو راپورونو کې ويلي، چې د امریکا د ولسمشر د نوې سټراټيژي سربېره د طالبانو پر مختگونه زيات شوي او د افغان ځواکونو مرگ ژوبله يې هم د تر هېښوونکې کچې زياته بللې ده.

د سيگار په راپور کې راغلي، چې يوازې د ۲۰۱۷ په لومړيو مياشتو کې له ۲۵۰۰ زيات افغان سرتېري وژل شوي او له څلور زرو زيات ټپيان وو.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په تېرو دوو اوونيو کې څو ځله د افغانستان امنيتي ځواکونو ته په وينا کې د هغوی لاسته راوړنې ستايلي او زياته کړې يې وه، چې د افغانستان سرتېره د خپلو عملياتو پر مهال د برياوو سربېره د بشري حقونو درناوی هم په نظر کې نيسي.

خو د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې  ويلي، چې  د افغانستان د امنيتي ځواکونو او بهرنيو سرتېرو په ليکو کې يو شمېر سرتېري او قومندانان په جگړو کې له بشري حقونو سرغړونې کوي او د وسله‌والو مخالفينو سربېره په جگړو کې ملکي خلک هم وژني او بنديانوي يې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون