د امریکا لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.
د راپورونو له مخې جنرال دنفورډ به په کابل کې د افغان چارواکو سربېره په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځيانو له مشرانو سره وگوري.
امریکايي رسنيوو د جنرال جوزف له خولې ليکلي، چې د افغانستان او سويلي اسيا په تړاو د امریکا سټراټيژي بايد په بشپړه توگه عملي شي.
ټاکل شوې، چې د امریکا لوی درستيز په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پوځي ماموريت په اړه له خپلو پوځيانو سره وگوري.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن په خپلو وروستيو څرگندونو او ناستو کې ژمنه کړې، چې د ولسمشر ټرمپ سټراټيژي به په کامله توگه عملي کوي.
تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزارت جيمز مټيس هم په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی و او دلته يې له ولسمشر غني، اجراييه رييس عبدالله او جنرال نيکلسن سره د افغانستان د روانې جگړې او له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کړې وې.
په تېره يوه اوونۍ دا دوهم ستر امريکايي چارواکی دی، چې کابل ته سفر کوي.
څرگندون