افغانستان سلايډ (فيچر)

نړيواله ټولنه: د افغانستان پارلماني او ولسواليو شوراگانو ټاکنې دې په خپل وخت وشي

افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندويه اداره «يونما» او د افغانستان له ټاکنو سره د مرستندويه هېوادونو استازو غوښتنه کړې، چې پارلماني او د ولسواليو شوراگانو ټاکنې بايد پر خپل وخت وشي.

د يونما له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملگري ملتونه، اروپايي ټولنه، امریکا، ناټو، جاپان او نور مرستندويه هېوادونه د پارلماني او ولسواليو شوراگانو د ټاکنو ژر تر ژره غوښتونکي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې پر وخت ټاکنو سره به د افغان حکومت د پياوړتيا سربېره د سياسي ډلو او نوي نسل باور پر حکومت او نړيواله ټولنه زيات شي.

ملگري ملتونه، اروپايي ټولنه او د ټاکنو د نورې مرستندويه ډلې وايي، چې د ټاکنو لپاره بايد افغان حکومت، سياسي ډلې او مدني بنسټونه پر وخت چمتووالی ونيسي او حکومت بايد په دې اړه نور ځنډ ونه کړي.

تېره ورځ د ولسي جرگې غړو هم د پارلماني او ولسواليو د شوراگانو په تاخير نيوکې کړې وې او تور يې پورې کړی و، چې حکومت د ټاکنو هوډ او  چمتووالی نه لري.

د ولسي جرگې ريیس عبدالروف ابراهيمي هم له حکومته غوښتي، چې په صورت کېږي، بايد ټاکنو ته جدي چمتووالی ونيسي او ټينگار يې کړی، چې نور ورته د ټاکنو ځنډول د منلو وړ نه دي

د هغه په خبره حکومت باید په هره بیه چې کیږي د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانې ټاکنې په هغه نېټه ترسره کړي، چې اوس یې اعلان کړې ده.

که څه هم ولسي جرگه د درېیم کال لپاره په امیتازي ډول فعالیت کوي؛ خو ولسمشر غني په ټینگار سره ویلي، چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې به پارلماني ټاکنې ترسره کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون