لوبې

راشد، گلبدین او نجیب ځدران افغانستان بریا ته ورسوله

نن افغانستان غوره شپږو لوبډلو پړاو کې خپله دوهمه لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره کړه او دغه لوبه يي په پنځو وېکېټو وگټله.

د لوبې پچه متحده عربي اماراتو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د ملي لوبډلې پیاوړې توپ اچونه او په ځانگړې توگه د راشد خان او دولت ځدران مهمې وېکېټې سیالې لوبډلې ته د زیاتو منډو جوړولو فرصت ورنه کړه.

متحده عربي اماراتو لوبډلې ۴۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شیمان انور او محمد نوید توپ وهنې په مرسته ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

متحده عربي اماراتو لوبډلې لپاره شیمان انور په ۸۷ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۴ او محمد نوید په یوازې ۲۰ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

افغانستان لپاره راشد خان او دولت ځدران تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه. راشد خان پنځه او دولت ځدران درې وېکېټې واخیستې. مجیب الرحمن او محمد نبي هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

دولت ځدران خپل ۸ اورونو کې ۴۵، مجیب الرحمن خپل ۹ اورونو کې یوازې ۲۶، گلبدین نایب خپل ۴ اورونو کې ۱۰، شرف الدین اشرف خپل ۵ اورونو کې ۲۱، محمد نبي خپل ۸ اورونو کې ۳۳ او راشد خان خپل ۹ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې.

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان له ځانگړو منډو جوړولو پرته پنځه مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د گلبدین نایب او نجیب الله ځدران اوږده، پیاوړې او ښه ملگرتیا افغانستان اسانه بریا ته ورسوله.

افغانستان ۳۴٫۳ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د گلبدین نایب او نجیب الله ځدران پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۷۸ منډې جوړې کړې او دغه پړاو کې يي خپله دوهمه لوبه هم وگټله.

افغانستان لپاره گلبدین نایب په ۹۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۴ او نجیب الله ځدران په ۶۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۳ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

محمد شهزاد په ۱۱ توپونو ۳، رحمت شاه په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۶، سمیع الله شینواری په درېو توپونو ۲، اصغر ستانکزی په دوو توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴ او محمد نبي په ۱۱ توپونو ۶ منډو جوړولو سره خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

متحده عربي اماراتو لوبډلې لپاره محمد نوید او قدیر احمد دوه دوه او احمد رضا یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون