افغانستان نړيوالې

ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره د کوربه توب وړاندیز وکړ

په ازبکستان کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس پر مهال د ازبکستان ولسمشر وړاندیزکړی، چې هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره د کوربه توب لپاره چمتو دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل، هغه طرحه چې افغان حکومت د سولې په اړه اعلان کړې، دی یې ملاتړ کوي او د سولې د هرې کچې د خبرو لپاره اسانتیا برابرولو ته چمتو دي.

د هغه په خبره ازبکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او حکومت تر منځ د مخامخ خبرو لپاره ځای ورکولو ته هم چمتو دی.

د هغه په خبره د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو لپاره ارزښتناکه او مهمه ده او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل، چې د افغان سولې لپاره هڅې وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا په خپله پرانیستونکې وینا کې د افغان سولې لپاره سیمه‌ییزه همکاري مهمه وبلله او ټینگار یې وکړ، چې د افغانستان کړکیچ باید په سوله‌ییزه بڼه حل شي.

د محمد اشرف غني په وینا د سیمې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره د افغانستان سوله یوه حیاتي مسئله ده.

هغه له ازبکستان نه هم مننه وکړه، چې د کابل پروسې تر دویمې ناستې وروسته یې د افغان سولې په اړه یو مهم کنفرانس جوړ کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فیدریکا مورگیني دغې غونډې ته وویل، چې سیمه‌ییز هېوادونه باید درک کړي، چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې له ودې او اقتصادي پرمختگ سره مرسته کوي.

هغې له هغو هېوادونو چې پر طالبانو اغېز لري، وغوښتل چې د خبرو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وویل، د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې دریځ سره ورته دي او دوی له طالبانو سره خپلو وروستو اړیکو ته په کتو د افغان سولې لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون