افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

 هلمند کې د مخدره توکو د قاچاق خوندي لارې فعالې دي

هلمند په نړۍ کې د مخدره توکو د تولید ستر مرکز دی؛ خو له دغو توکو سره د افغان حکومت مبارزه لا هم په دغه ولایت کې نه ده بریالۍ شوې او تر ډيره شعاري بڼه لري.

د راپورونو پر بنسټ په هلمند کې د مخدره توکو د قاچاق مهمې او مشهورې لارې لا هم د قاچاق وړونکو لپاره پرانیستې او په ډيرو کمو مواردو کې حکومت د هغوی مخه نیسي.

داسې گنگوسې هم شته، چې له حکومتي ادرسه د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره په هلمند کې معاملې کیږي؛ خو حکومتي چارواکي بیا دا خبره ردوي.

افغان اسلامي اژانس په یو راپور کې ویلي، د مخدره توکو د قاچاق وړونکو کاروانونه په هلمند کې پټ او لږ نه وي، بلکې له دريو موټر تر لسو موټرو پورې په ډله‌ييز ډول روان وي.

د راپور په حواله اوس په هلمند کې د مخدره توکو د قاچاق بېلا بېلې لارې شته؛ خو ځېنې يې په داسې سيمو کې غځېدلې، چې د دولت تر ولکې لاندې دي.

ځايي چارواکو ويلي، چې د سنگين، مارجې او نادعلي ولسواليو څخه مخدره توکي په دوه لارو تر بهرامچې پورې رسول کيږي.

دا دوه لارې يوه يې له سنگين څخه په دښتو کې د ناوې تر څنډو تېريږي او بيا خانشين ته رسيږي، له دې ځايه ديشو ته اوړي او بيا قاچاق وړونکي ځانونه بهرامچې ته رسوي.

دويمه لاره يې پر گريشک ولسوالۍ ده، چې قاچاق وړونکي د هلمند-کندهار له لويې لارې د نهر سراج په سپېنه پوسته سيمه تېريږي، بيا په دښتو کې د ريگ سيمې ته رسيږي او تر شاوخوا سل کيلومتره مزل وروسته د خانشين او ديشو سيمو ته داخليږي.

د قاچاق وړونکو لپاره تر ټولو خطرناکه سيمه د نهرسراج ده؛ خو کله چې ريگ ته ورسيږي، بيا د خونديتوب احساس کوي.

نړۍنیوز څو میاشتې وړاندې هم په د هلمند جگړې تر شا ناویلې کیسې تر عنوان لاندې راپور کې مخدره توکي د هلمند جگړې د دوام یو اصلي لامل په گوته کړی و.

په هغه راپور کې د هلمند چارواکو منلې وه، چې ځايي پوستې هم د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره معاملې کوي.

دوه میاشتې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرگاه کې څو ټنه مخدره توکي ونیول شول، چې وروسته د پولیسو تر منځ ورک شول.

د هلمند والي حیات الله حیات وویل، دوی پلټنې پیل کړې، چې دغه مخدره توکي څه شوي دي؛ خو دا کار د دې گنگوسې یو ثبوت کېدای شي، چې د هلمند یو شمېر چارواکي په خپله د مخدره توکو کاروباریان دي.

يو ځايي اوسيدونکي چې پخوا يې له قاچاق  وړونکو سره مرسته کوله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې حکومت د قاچاق وړونکو لپاره خپل تکتيک بدل کړی دی.

هغه زیاته کړې، حکومتي ځواکونه د شپې په ريگ سيمه کې قاچاق وړونکو ته کمينونه نيسي چې هلته يا قاچاق وړونکي نيول کيږي، يا وژل کيږي او يا هم معامله ورسره کيږي.

د ده په وينا که معامله وشي قاچاق وړونکي مخدره توکي دولتي عسکرو ته سپاري او دوی تښتي يا يې په خپلو کې سره ويشي.

د خانيشن همدې ريگ ته څېرمه نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې بهرنيو ځواکونو هغه افغان سرتيري هم په هوايي بريد کې ووژل چې قاچاق وړونکو ته يې لاره نيولې وه.

د هلمند والي حيات الله حيات هغه مهال وويل، چې دوی په دې اړه څېړنې کوي، چې ولې دا سرتيري د بهرنيو ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

د هلمند په نهرسراج کې د يوې پوستې قومندان عبدالولي وايي، د قاچاق وړونکو تکتيکونه هره ورځ بدليږي.

د هغه په خبره د قاچاق وړونکي موټر نه څراغونه لري او نه هم د بريک اشارې بلکې په توره شپه کې په دښته کې پټ روان وي.

دی وايي، طالبان له قاچاق وړونکو سره لاره لري او د هغوی تر کنټرول په لاندې سيمو کې پرته له کومې ستونزې قاچاق وړونکي تيريدلی شي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي، چې افغان ځواکونه هره ورځ په هلمند کې قاچاق وړونکي او مخدره توکي نيسي.

د هغه په خبره، مخدره توکي د مخالفينو د تمويل تر ټولو لويه سرچينه ده، نو ځکه دا کار په هغو سيمو کې زيات دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وي.

ځايي خبریالان وايي، هلمند ته د غځېدلې لارې دواړو خواوو ته د دولتي پوستو په څنگ کې د کوکنارو سپين او سره گلونه غوړيدلي نو ځکه له دغه کښت سره د مبارزې شعار بې مانا بریښي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون