افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

ځانگړی راپور: راتلونکې ټاکنې؛ ستونزې او د درغلیو ویره

د ټاکنو کمېسیون د نوي مهال ویش له مخې به د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې د رایه ورکونې په شاوخوا ۷ زره مرکزونو کې کیږي؛ خو د دغو ټاکنو په اړه لا هم گڼې پوښتنې شته چې له خلکو سره بې ځوابه دي.

سیاسي شنونکي اټکل کوي، چې راتلونکې ټاکنې به ځکه لانجمنې وي، چې له یو لوري خلک پر ټاکنو بې باوره دي او له بل لوري بیا هم ټاکنې په انالوگ سیستم ترسره کیږي.

د ټاکنو د مالي لگښتونو مسئله هم تر اوسه په واضح ډول له خلکو سره نه ده شریکه شوې او د امنیت په اړه یې هم گڼې پوښتنې موجودې دي.

سیاسي کارپوه حسن مبارک عزیزي وايي، راتلونکې ټاکنې به ځکه له ستونزو ډکې وي، چې له یو لوري څو ځله ځنډیدلې او له بل لوري خلک اوس پر ټاکنو ډير باور نه کوي.

نوموړی نړۍنیوز ته وویل، ښايي نوماندان په راتلونکو ټاکنو کې تر پخوا زیاته یو پر بل د درغیلو ادعا وکړي او تر څنگ یې په کمېسیونونو کې سلیقوي گومارنې هم دغه ستونزه نوره زیاتولی شي.

د ده په باور مخالفین به خلکو ته په ټاکنو کې د گډون او د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې اجازه ورنه کړي نو ځکه به د رایه ورکوونکو شمېر هم محدود او یوازې په ښارونو کې وي.

د سیلقوي گومارنو شکایت تر دې وړاندې هم شوی او ان د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په څېر گوندونو هم ویلي، چې په ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې افراد د ځانگړو کړیو له لوري گومارل کیږي.

د ټاکنو مهال ویش او شرایط:

د ټاکنو د نوي مهال ویش له مخې به د وري میاشتې په ۲۵ د ولایتونو په مرکزونو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ پیل شي او د غوايي میاشتې تر ۲۳ نېټې به دوام وکړي.

د ولایتونو تر مرکزونو ورسته د غوايي له ۲۵ د غبرگولي تر ۷ نېټې د ولسوالیو په مرکزونو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ ترسره کیږي.

د غبرگولي له ۹مې نېټې بیا د همدې میاشتې تر ۲۳ نېټې پورې دغه لړۍ په کلیو کې دوام کوي او تر هغه وروسته به د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیلیږي.

                                       

د ټاکنو قانون پر بنسټ د نوماندانو لپاره د نوماندانۍ دوه اساسي شرطونه دي، چې یو نوماند باید د زرو هغه کسانو ملاتړ له ځان سره ولري، چې د رایه ورکوونکو په توگه یې ځانونه ثبت کړي او دی په خپله باید د لسانس تر کچې زده کړې ولري او یا یوه دوره په ولسي جرگه کې وکیل پاتې شوی وي.

د رایه ورکوونکو شرطونه بیا دادي، چې باید ۱۸ کاله عمر یې پوره کړی وي، د تابعیت پېژندپاڼه ولري او د رایه ورکونې لپاره ځان ثبت کړي.

د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې تر لړۍ وروسته به په څو اونیو کې نوماندان ځانونه ثبتوي او د ټاکنو کمېسیون به په ۳۳ ورځو کې د نوم لیکنې او نوماندان په اړه شکایتونه هم ارزوي.

سیاسي کارپوه حمزه فیاض وایي، د نوماندانو لپاره چې څومره شرایط سخت شي په همغه کچه د نوماندانو شمېر کمیږي؛ خو دا کمېسیون باید دا تفکیک کړي، چې د زرو کسانو څه ډول ملاتړ اړین دی.

هغه نړۍنیوز ته وویل، په تېرو ټاکنو کې به یوه نوماند د ملاتړو کارتونه پيدا کړل او بیا به څو نوماندان له همدې یو ډول کارتونو گټه اخیستې؛ خو په راتلونکو ټاکنو کې کمېسیون باید دغه مسئله واضحه کړي، چې هر نوماند باید مختلف ملاتړي ولري او که د تېر په څېر څو نوماندان یو ډول ملاتړي.

فیاض د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه وایي، چې د افغانستان په ۵۰ سلنه سیمو کې د دغه بهیر بشپړول ځکه ناشوني دي، چې د مخالفینو د گواښ له امله به څوک رایه ورکونې او نوم لیکنې ته زړه ښه نه کړي.

د هغه په باور که د رایه ورکوونو شمېر کمیږي په همغه کچه ټاکنې محدودې او بې ارزښته کیږي.

د ټاکنو د ترسره کېدو احتمال:

ځېنې کسان لا هم اټکل کوي، چې ټاکنې ښايي ترسره نه شي او د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې بیا هم ۲۰۱۹ کال ته وځنډیږي او له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای شي.

سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک یو له همدې کسانو دی، چې په باور یې حکومت لا هم د ټاکنو د ترسره کولو لپاره جدي اراده، امنیتي او مالي پلان او نور امکانات نه لري.

د هغه په باور حکومت هڅه کوي خلکو ته وښيي، چې د ټاکنو د ترسره کولو په اړه جدي دی؛ خو په عملي برخه کې د ټاکنو د ترسره کولو کوم پلان نه ترسترگو کیږي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وایي، اوس ځکه د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې ترسره کیږي، چې ولسمشر له ولسي جرگې سره په تقابل کې دی او پر هغوی د فشار لپاره به هم ټاکنې ترسره کوي.

ازاد پر خپل فیسبوک لیکلي، هر څومره چې ټاکنو ته ورځې نږدې کیږي په همغه کچه ولسمشر د ولسي جرگې له فشار نه ځان خلاصولی شي.

د مشرانو جرگې غړی رحمت الله اڅکزی بیا وایي، چې ځېنې اوسني وکیلان هم نه غواړي ټاکنې ترسره شي او غواړي په اوسنۍ بڼه تر ۲۰۱۹ کال پورې ټاکنې وځنډیږي او دوی وکیلان پاتې شي.

درې ورځې وړاندې ولسي جرگې د ټاکنو کمېسیون غړي استجوابیه غونډې ته بللي وو؛ خو د کمېسیون غړي ځکه ورته حاضر نه شول، چې دا کار د اساسي قانون خلاف دی.

د جرگې ځېنو غړو هم ویل، چې ولسي جرگه حق نه لري د ټاکنو کمېسیون کمېشنران استجواب کړي.

د کابل استازي عبدالقادر ځاځي وویل، ولسي جرگه د کمېسیون غړي استماعیه غونډې ته رابللی شي، خو د استجواب لپاره را بلل یې له قانون سره په ټکر کې دي، ځکه گڼ خلک فکر کوي، چې اوسني وکیلان نه غواړي د ولسي جرگې ټاکنې وشي.

خو اوس ملگرو ملتونو او ځېنو بهرنیو هېوادونو هم د ټاکنو کمېسیون د نوي مهال ویش هر کلی کړی نو ځکه د ټاکنو د ترسره کېدو احتمال د تلې په ۲۸ تر بل هر وخت زیات ښکاري.

مالي سرچینې:

د افغانستان ټاکنې دوه مالي سرچینې لري، چې یو یې حکومت او بل یې نړیوال مرستندویان دي؛ خو تر اوسه یوازې حکومت د ټاکنو کمېسیون ته مالي امکانات برابروي.

د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسۍ وایي، نړیوالو مرستندویانو تر اوسه ژمنې کړې؛ خو کمېسیون ته یې عملا پیسې په واک کې نه دي ورکړې.

راتلونکې ټاکنې شاوخوا ۱۰۰ میلونه ډالر لگښت غواړي، چې ټول یې د افغان حکومت د وس خبره نه ده.

حکومت یوازې د دې پیسو تر ۲۰ سلنه ورکولی شي او پاتې ۸۰ سلنه یې د یو ان ډي پي په څېر ځېنې نور مرستندویان د افغان حکومت په واک کې ورکوي.

امنیت:

په تېرو ټاکنو کې شاوخوا ۸ میلونه کسانو په څه باندې ۷۵۰۰ مرکزونو کې رایې ورکړې وې، چې دا ځل د مرکزونو شمېر یو څه راکم شوی دی.

د ټاکنو د قانون له مخې د امنیت اړوند ټول مسائل د حکومت دنده ده؛ خو د جگړې زور او د حکومت امکاناتو ته په کتو داسې نه ښکاري، چې حکومت د ټاکنو هر اړخیز امنیت ونیول شي.

د وردگو د ولایتي شورا غړی حاجي عبدالوحید اکبرزوی وایي، ښايي حکومت یوازې په ښارونو کې امنیت خوندي کړای شي؛ خو لویې لارې، ولسوالۍ او کلۍ به ترې پاتې وي.

د هغه په وینا که حکومت د هر مرکز د ساتنې لپاره هم ۵ پولیس وگوماري نو ۳۵ زره پولیس کیږي، چې د دې ټولو پوره کول حکومت ته ستونزمن دي.

اکبرزوی نړۍنیوز ته وویل، ځېنې مرکزونو تر ۵ ډیر محلونه لري، چې هر محل یې ځانگړې ساتنې ته اړتیا لري نو ځکه د ټاکنو هر اړخیز امنیت یو خیال دی.

دی وایي، که ټاکنې ترسره هم شي د تېر په څېر به په مرکزونو بریدونه وشي او د رایو د لیږد پر موټرو د بریدونو خطر هم موجود دی.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، چې د ټاکنو د امنیت پر پلان څو ځله ناستې شوي او حکومت د دې توان لري، چې د راتلونکو ټاکنو امنیت خوندي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون