افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

د کندوز د پېښې اصلي کیسه له رسنیو پټیږي

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بمبار شوې مدرسې لسگونه زده کوونکي لا هم ورک دي؛ خو حکومت په دغه پېښه کې وژل شوي کسان طالب قوماندانان بولي.

نړۍنیوز ته د سیمې خلکو ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه تر اوسه د ۷۰ ملکیانو وژل کېدل تایید شوي دي.

برید د مولوي موسی د زامنو پر مدرسه تېره ورځ یوولس بجې هغه مهال شوی، چې د دستاربندۍ مراسم په کې نیمايي ته رسیدلي و.

نن سهار سیمه‌ییزو خبریالانو چې د نړۍنیوز همکار هم په کې شامل و، هڅه وکړه چې دشت ارچي ولسوالۍ ته ولاړ شي؛ خو امنیتي ځواکونه له کندوز ښاره دشت ارچي ته د چا تگ ته هم په اسانۍ اجازه نه ورکوي.

خو طالبانو له رسنیو غوښتي، چې خپل استازي د بې پرې پلټنو لپاره دغه سیمې ته ور ولیږي.

د کندوز خلک او په ولسي جرگه کې د دغه ولایت استازي وایي، د کندوز د پېښې اصلي کیسه له رسنیو او خلکو پټیږي او حکومت یې په اړه ناسم  معلومات خپروي.

په ولسي جرگه کې د کندوز استازي انجینر کمال ساپي نړۍنیوز ته وویل، په مدرسه کې لسگونه زده کوونکي وژل شوي او ټپیان دي او د گڼو کسانو په اړه لا هم هم کره معلومات نشته چې دا کسان څه شوي؛ خو حکومت د ځان خلاصونې لپاره وژل شوي او ټپيان طالبان وبلل.

ساپي زیاته کړه: «په دشت ارچي کې وحشت شوی، د سیمې خلک د مړیو اندامونه او د بدن پرې شوې برخې راوباسي او د وژل شویو کورنیو ته یې سپاري».

نوموړي په ژړغوني غږ وویل، ځېنې روغتیايي کارکوونکي په کورونو گرځي او له خلکو پوښتنه کوي، چې د کورنۍ څو غړي یې د مدرسې فراغت غونډې ته تللي و، بیا وروسته ورته په همغه کچه د انسان د بدن غوښې او اندامونه سپاري.

انجینر کمال ساپی وايي، اوس باید یو بې طرفه ټیم ولاړ شي او دغه پېښه وڅيړي، تر څو روښانه کړي، چې په کومه کچه ملکیان په دغه پېښه کې وژل شوي دي.

هغه وایي، ښايي طالبان هم په دغه غونډه کې و؛ خو حکومت د یوې سپږې لپاره ټول پوستین ته اور واچولو.

د ده په خبره دا یوه بهرنۍ دسیسه هم ده چې په مرسته یې د سولې خبرې سبوتاژ کیږي او بیا به طالبان په اسانۍ سولې ته غاړه کینږدي.

د دشت ارچي ولسوال سعدالدین سعدي نړۍنیوز ته وویل، چې په پېښه کې ټول ۱۵۰ کسان مړه او ټپیان شوي، چې ځېنې یې لا هم ورک دي.

هغه وايي، د وژل شویو او ټپیانو ډیره برخه کې ملکي وگړي او محدود شمېر طالبان دي.

خو په مدرسه کې ټول تر ۳۰۰ کسان را ټول شوي و، چې ځېنې یې له لومړي هوایي برید وروسته په سیمه کې خواره واره شوي دي.

په کندوز کې ځايي خبریال عبدالله ساحل وايي، د کندوز په مرکزي روغتون کې د ځينو ماشومانو مړي هم شته، چې لا یې کورنۍ نه دي موندل شوې.

هغه پر خپل فیسبوک د یو شمېر همدې ماشومانو انځورونه هم خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي، که څوک یې کورنۍ پېژني نو د کندوز مرکزي روغتون ته دې ورشي.

د برید د ډول په اړه هم بېلا بېلې څرگندونې کیږي او ځایي خلک وایي، لومړۍ هیلکوپتر الوتکې راغلې او بیا وروسته جیټ الوتکو هم بمونه وغورځول.

د حاجي نیازالدین په نوم یو کس نړۍنیوز ته وویل، یو ځل یې غونډه او مدرسه ویجاړه کړه او بیا یې هلیکوپټرو خلک په جلا جلا ډول په دهشکو وویشتل.

نوموړی وایي، اوس ترې د عدالت مرجع ورکه ده، ځکه حکومت وژل شوي ماشومان هم طالبان بولي، ملکیان هم طالبان بولي او د دستاربندۍ غونډه د «طالبانو نظامي شورا» یادوي.

هغه پرته له دې چې په دې اړه ډير وضاحت ورکړي ټلفون پرې کړې او په وینا یې نورې خبرې یې له وسه نه شته.

په شمال کې د شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، تېره ورځ د دشت ارچي په باجوړۍ سیمه کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال ۲۳ طالبان وژل شوي او په همدې شمېر ټپيان دي، چې ډيری یې لوړ پوړي طالب قوماندانان و.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم وایي، چې برید افغان ځواکونو کړی او د طالبانو غونډه یې په نښه کړې ده.

ځېنې حکومت پلوي کسان پر ټولنیزو رسنیو دغه برید غندي؛ خو ځينو نور یې بیا گټور او په کې وژل شوي کسان طالبان بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون