ټکنالوژي سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

گوگل کارکوونکي: گوگل دې د امریکا له پوځي مرستې ډډه وکړي

د ټيکنالوجي وتلې کمپنۍ گوگل کارکوونکو د يوه ليک له لارې له خپلې ادارې غوښتي، چې د امریکايي پوځ په ځانگړو استخباراتي پروژو کې مرسته ونه کړي.

د گوگل کارکوونکو موخه د برېښنايي معلوماتو په مرسته د بې پيلوټه الوتکو لپاره هدف په نښه کول دي.

دغه کاروونکي اندېښنه لري، چې له امریکايي پوځيانو سره د دغې مرستې له امله به د دغې کمپنۍ شهرت ته نه جبرانېدونکی زيان ورسيږي.

د گوگل اجراييه مشر سند پچای په نوم لېږل شوي دغه ليک کې غوښتنه شوې، چې «موږ بايد دا ومنو، چې گوگل بايد د جگړې په کاروبار کې دخيل نه وي.»

 «له همدې امله موږ غوښتنه کوو، د امریکايي پوځيانو د ډرون بريدونو لپاره د هدف ټاکلو کې د مرستې دغه پروژه دې لغوه شي، گوگل دې په دې اړه خپله روښانه تگلاره اعلان کړي، پر هغې دې عمل وکړي او د دې هېڅ قرادادي بايد په جگړه‌ييزه ټيکنالوجي مرسته ونه وکړي.»

د گوگل د لسگونو انجينرانو په گډون د ۳۱۰۰ کارکوونکو له لوري د لاسليک شوي ليک په اړه نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د گوگل کارکوونکو له پخوا هم په دې اړه اندېښنې ښکاره کړې وې.

د گوگل د سوداگريزو چارو مشر ډاين گرين خپلو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی، چې د استخباراتي معلوماتو لپاره کارول کېدونکې ټيکنالوجي به د بې پيلوټه الوتکو د پورته کېدو، عملياتو او بريدونو لپاره نه کارول کېږي.

خو د کمپنۍ په نوم لېږل شوي ليک کې راغلي، چې گوگل د خپلو کاروونکو باور له گواښ سره مخ کوي او خپل اخلاقي مسووليت له پامه غورځوي.

دغو کارکوونکو ټينگار کړی، چې خپل مسووليت پر بل چا نه شي اچولی او گوگل پخوا هم ويلي، چې دوی د خپلو کاروونکو باور هېڅکله نه بایلي.

«دغه ټيکنالوجي، چې د امریکايي پوځيانو د استخباراتي مرستو لپاره کارول کېږي، خونړۍ پايلې لري او د منلو وړ نه دي.»

گوگل دا منلې، چې دوی د امریکا دفاع وزارت سره د انځور پېژندنې ټيکنالوجي ته د لاس رسي اجازه ورکړې ده، خو ټينگار کوي، چې دا مرسته له امریکايي پوځيانو سره په جگړه کې مرسته نه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون