ټکنالوژي

نوی اوزار چې د انسان ذهن، فکر او خیال لولي

د اېم ای ټي نومې کمپنۍ یو نوی اوزار معرفي کړی چې د انسان په ذهن کې شته فکرونه او خیالات لوستلی شي او د اړتیا پر مهال يي په تورو بدلولی شي.

کله چې انسان خپل ذهن کې د کوم څېز اړوند فکر کوي، اعصاب خولې او ژامو ته ځانگړي سېگنلونه استوي. د اېم ای ټي لابراتوار دغه اوزار دغه لېږدل شوي سېگنلونه لولي.

دغه اوزار له ۱۵ څخه په زیاتو کسانو ازمویل شوی او د سګنلونو په لوستلو کې یوازې ٪۸ سلنه تېروتنه کوي او ٪۹۲ سلنه سګنلونه په کره توګه لولي.

د دغې اوزار معرفي کېدل دغه وېره پیدا کړې چې راتلونکې کې به روبوټان وکولی شي د انسان له خوښې پرته د هغوی په ذهن، فکر او خیالات ولولي.

دغه اوزار چې الټر ایگو (AlterEgo) نومول شوی د اېم ای ټي میډیا لب (MIT Media Lab) له لوري جوړ شوی. دغه اوزار خپل مخ سره نښلول کېږي. کاروونکی ورسره خبرې کوي او الټر ایگو يي د لغاتو کارولو پرته ځواب ورکوي.

تاسې یو څه اړوند فکر کوئ لکه «زه اوس کومې کوڅې کې یم،» او الټر ایگو هغه سېگنلونه چې د اعصابو له لوري ستاسې خولې او ژامو ته استول کېږي لولي او ستاسې پوښتنه ځوابوي.

د اېم ای ټي کمپنۍ ادعا کوي چې الټر ایگو وړاندې کولو سره به کاروونکي وکولی شي خپل ذهن سره خپل تلویزیون کنترول کړي.

الټر ایگو د ټکنالوژي خوښونکو لپاره د ښه زیری تر څنگ یو بد خبر هم ثابتېدلی شي او دغه اوزار ځینو کسانو ته د نورو ذهنونو لوستلو اجازه ورکوي او په دې توگه د انسان ذهن به هم نور خوندي نه وي.

له دې سربېره کېدای شي الټر ایگو د انسان پر روغتیا هم ډېره ناوړه اغېز وکړي او د انسان اعصاب کمزوري کړي.

الټر ایگو تر دې دمه نړیوالو بازارونو ته نه دی وړاندې شوی او تر وړاندې کېدو وروسته به د ټکنالوژي برخې دغه سترې لاسته راوړنې مثبت او منفي اړخونه په ښه توگه په ډاگه شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون