روغتيا او ژوند

د بادرنگ له دغو حیرانوونکو گټو خبر یاست؟

بادرنگ لږه کالوري لرونکي سبزیجاتو څخه دی چې د پام وړ روغتیايي گټې لري او انسان له یو شمېر خطرناکو ناروغیو ژغورلی شي.

بادرنگ که څه هم افغانستان کې ډېر کارول کېږي خو یو شمېر خلک په دې باور دي چې بادرنگ روغتیايي گټې نه لري او یوازې د خوند لپاره خوړل کېږي.

خو بادرنگ بدن کې د مناسبې اندازې اوبو ساتلو سربېره د بدن لپاره یو شمېر اړینو موادو غوره سرچینه گڼل کېږي چې په مرسته يي انسان له مختلفو ناروغیو ژغورلی شي.

پښتورگو لپاره گټور دی

بادرنگ کې شته اوبه د تشو بولو اندازه زیاتوي او په دې ډول پښتورگو سره خپل فعالیت په ښه توگه ترسره کولو کې مرسته کوي. حتی دا هم ویل کېږي چې په ورځنۍ ډول کارول يي د پښتورگو تیږه هم له منځه وړي.

قبض له منځه وړي او د بدن د اړتیا وړ اوبو ساتلو کې مرسته کوي

بادرنگ د فایبر او اوبو تر ټولو غوره سرچینه ده. د بادرنگ ۹۵٫۲ سلنه اوبه دی او ۱۴۰ گرامه بادرنگ بدن ته ۱۵۰ ملي لیتره اوبه ورکوي. د دې تر څنگ د قبض ناروغۍ څخه په مخنیوی کې هم د پام وړ رول لوبوي. د قبض ناروغي اکثره لږې اوبه څښلو او بدن کې د اوبو کمښت له امله رامنځ ته کېږي چې مناسبه اندازه اوبه او حل کېدونکی فایبر دغه ستونزه د تل لپاره اوارولی شي.

د شکرې ناروغۍ او وینې فشار په مخنيوي کې ګټور دي

بادرنگ کې د کاربوهادیدریټ اندازه لږه وي او فایبر هم لري چې د شکرې ناروغۍ لپاره گټور دی. فایبر د نورو بې شمېره گټو سربېره د شکرې او وینې فشار کنټرولوي او زیاتېدو یا ټېټېدو ته يي نه پرېږدي.

اضافي وزن کموي

بادرنگ ډېره لږه کالوري لري او د فایبر غوره سرچینه ده. فایبر لرونکي خواړه مناسب وزن ساتلو کې مرسته کوي. د دې لپاره چې بادرنگ ډېره لږه کالوري لري نو که زیات هم وخوړل شي د انسان په وزن اغېز نه کوي او انسان د بې وخته خواړه خوړلو عادت څخه ژغوري.

د وېښتانو وده

بادرنگ کې شته سیلیکون او سلفر نومې مواد د وېښتانو وده کې ډېره زیاته مرسته کوي. دغې موخې لپاره د بادرنگ اوبه وباسئ او که چېرې په کې څو پاڼې دڼیا او گازرې اضافه کړئ نو گټه به يي نوره هم زیاته شي.

د زړه روغتیا غوره کوي

بادرنگ کې داسې مواد شته چې د پړسوب له منځه وړلو ځانگړنې لري او د وینې شریانونو اړوندې ناروغۍ په وړاندې خنډونه راولاړوي. بادرنگ کې شته پوتاشیم او مگنیزیم هغه منرالونه دي چې د وینې شریانونو او زړه روغتیا لپاره ډېرې گټورې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون