لوبې

شهزاد محمدي له خپلې کورنۍ سره اوس هم پاکستان کې ژوند کوي

تېره اوونۍ ټولنیزو رسنیو کې د ملي لوبډلې وېکېټ ساتونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي پاکستان کې یوې ټېټې درجې سیالیو لړۍ کې د گډون کولو تصویرونه خپاره شول.

د دغو تصویرونو خپرېدل د دې لامل شوه چې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې هم په دې اړه غبرگون وښود او د دغې ادارې ویاند وویل چې شهزاد محمدي د کرېکټ بورډ له اجازې پرته پاکستان ته سفر کړی.

د کرېکټ بورډ ادارې ویاند ازادي راډیو ته یوې ځانگړې مرکې ویلي و چې کرېکټ بورډ به له شهزاد محمدي سره د دغې ادارې قوانین او اصول ماتولو له امله قانوني چلند وکړي.

له دې وړاندې شفیق الله شفق هم ورته قانون ماتونې له امله له یو کلن بندیز سره مخ شوی و، خو د شهزاد محمدي په برخه کې د کرېکټ بورډ ادارې یوازې د نوموړی د جریمه کولو پرېکړه کړې.

د کرېکټ بورډ د پرېکړې پر بنسټ شهزاد محمدي د دغې ادارې قوانینو تر پښو لاندې کولو او پاکستان ته له اجازې پرته سفر کولو له امله ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ جریمه شوې.

د دې پرېکړې ترڅنگ د افغانستان کرېکټ بورډ معلوماتو له مخې شهزاد محمد اوس هم له خپلې کورنۍ سرع د پاکستان په پېښور ښار کې ژوند کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې شهزاد محمدي ته یو میاشت وخت ورکړی او که چېرې نوموړی دغه یو میاشت کې خپله کورنۍ افغانستان ته ستنه نه کړي او افغانستان کې مېشت نه شي نو له کرېکټ بورډ سره به يي قرارداد لغوه شي.

په دې اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل کرېک انفو ته ویلي: «قرارداد لرونکي لوبغاړي له لاجازې پرته بهرنیو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه نه لري. هغه لوبغاړي چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي یو میاشت وخت لري چې افغانستان ته ستانه شي، که نه نو کرېکټ بورډ به يي شته قراردادونه لغوه کړي. د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره د نظم برخه کې خپل قوانین سخت کړي او ټولو لوبغاړو ته خپل هېواد کې د مېشت کېدو لپاره د یوې میاشتې وخت ورکړی. د افغانستان ټول ملي لوبغاړي او د کرېکټ بورډ ټول کارکوونکي باید افغانستان کې میشت وي او د افغانستان کرېکټ بورډ له اجازې پرته نورو هېوادونو ته د سفر او لوبې اجازه نه لري.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون