افغانستان سلايډ (فيچر)

خوست: ځاځي ميدان کې د افغان او پاکستان پوځيانو ترمنځ نښته شوې

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې ده.

د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي، چې نښته هغه مهال پيل شوه، چې پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ له کرښې د افغانستان لور ته د اوښتو هڅه وکړه، خو پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه نښته پر جنډو غر او نازو غر سيمو کې شوې او د چارواکو په وينا په دغه نښته کې يو افغان او دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د خوست امنيه قومندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼ رسنيو ته ويلي، چې پاکستاني پوځيانو نن سهار اته نيمې بجې له ډيورنډ کرښې د اوښتو هڅه وکړه، چې افغان پوځيانو او ځايي خلکو يې په گډه مخنیوی وکړ او نښته لا هم روانه ده.

ځايي سرچينې وايي، چې د سيمې خلکو او قومي پاڅونوالو هم د افغان سرتېرو د ملاتړ لپاره په غرونو کې مورچې نيولي او د سيمې نور خلک هم هڅه کوي، چې دغې سيمې ته له وسلو سره ولاړ شي.

 د خوست د ولايتي شورا وکيل سيد اصغر اکاخېل ويلي، چې پاکستاني پوځيانو د افغان پوله‌ساتو سرتېرو پوسته کلابنده کړې او اوس هم د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

سيد اصغر اکاخيل دا هم ويلي، چې امنيتي ځواکونه لا هم د دغو کلابندو سرتېرو مرستې ته نه دي رسېدلي، خو د خوست امنيتي چارواکو د پوله‌ساتو سرتېرو د کلابندۍ خبرونه ناسم بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون