افغانستان

سرپل کې يوولس سيمه‌ييز پاڅونوال وژل شوي

د سرپل ولايت چارواکو ويلي، چې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په بريد کې لږ تر لږه يوولس سيمه‌ييز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د سرپل ولايت وياند ذبيح الله اماني رسنيو ته ويلي، چې دا بريد تېره شپه د سنچارک ولسوالۍ تبر او تغالی خواجه سيمه کې شوی دی.

د ولايت وياند منلې، چې د طالبانو په بريد کې يوولس سيمه‌ييز پاڅونوال وژل شوي او زياته کړې يې ده، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې څلور مخالفين هم وژل شوي دي.

ذبيح الله اماني دا هم ويلي، چې طالبان په دوربين لرونکو وسلو سبمال او په نوي تکتيک يې جگړې پيل کړي دي.

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې د دوی جنگياليو تېره شپه د سنچارک په تبر سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، چې په پایله کې يې څلور پوستې ويجاړې شوي، د يوه قومندان په گډون يوولس پاڅونوال وژل شوي او شپږ ميله وسلې يې  د دوی لاس ته ورغلي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون