افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو د ولسمشر غني‌ وړاندیز رد کړ

د ولسمشر غني‌ د هغه وړاندیز په ځواب کې چې له طالبانو یې په ټاکنو کې د گډون غوښتنه وکړه،‌ طالبانو ویلي،‌ چې د امریکا په حضور کې په هیڅ‌ ډول ټاکنې رڼې نه دي‌ او دوی په کې گډون نه کوي.

وړمه ورځ‌ ولسمشر غني‌ کابل کې د ولسي‌ جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې د یوه سیاسي‌ گوند په توگه رامخته شي‌ او په راتلونکو ټاکنو کې پراخ گډون وکړي.

اوس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،‌ چې په افغانستان کې بهرنیانو تصمیم نیونکي‌ دي‌ او ټاکنې یې بې مانا بللې.

خبرپاڼه همداراز وایي،‌ که ټاکنې ريښتنې وای په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې به د خلکو رایې پریکړه کړې وای نه د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري.

طالبانو ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې امریکا حضور ولري رڼې ټاکنې ناشونې دي‌،‌ نو ځکه یې له خلکو هم غوښتي‌ چې له ټاکنو سره پرېکون وکړي.

خو د طالبانو دریځ‌ دغه خبرپاڼه کې تر پخوا یو څه نرم ښکاري‌ او کارولي‌ کلمات یې هم داسې نه دي،‌ چې خلک یې په ټاکنو کې له گډون نه په کلکه منع کړي‌ وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون