افغانستان سلايډ (فيچر)

خوست: افغان او پاکستاني ځواکونو اوربند کړی

تېره ورځ‌ تر څو ساعته سختې نښتې وروسته افغان او پاکستاني‌ ځواکونو د خوست په ځاځي‌ میدان ولسوالۍ کې اوربند کړې.

جگړه تېره ورځ‌ شاوخوا دوولس بجې پيل او د مازدیگر تر څلورو بجو یې دوام وکړ،‌ چې لږ تر لږه دوه ملکي افغانان په کې وژل شوي‌ دي.

د خوست سرپرست امنیه قوماندان وایي،‌ چې د جگړې پر مهال یې دوه پاکستاني عسکر هم وژلي‌ او دوه نور یې ژوندي‌ نیولي دي.

والي‌ حکم خان حبیبي‌ بیا وايي،‌ چې پاکستاني لوري‌ ته مرگ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې دوی ته نه دی روښانه شوی.

د هغه په وینا سیمې ته دی په خپله هم ورغی او تازه دمي‌ ځواکونه هم ورسره یو ځای ولاړل.

د والي‌ په وینا نښته وروسته له هغه  وشوه، چې پاکستاني‌ عسکر تر ډيورنډ را واوښتل او هڅه یې کوله د افغانستان خاورې ته ننوځي.

حبیبي‌ وایي،‌ تر څو ساعته نښتې وروسته دواړو لورو د اوربند پریکړه کړې او جگړه کراره شوې ده.

د افغان سرتیرو ملاتړ ته د سیمې خلک ورغلي‌ وو،‌ نو ځکه د جگړې پر مهال ملکي افغانان وژل شوي‌ دي.

د ځاځي میدان ولسوالۍ لسگونه اوسېدونکو تېره ورځ‌ د اشر په توگه خلک را ټول کړل او د افغان ځواکونو ملاتړ ته یې ځانونه ورسول.

تر دې وړاندې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې هم تېره اونۍ د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ‌ نښته شوې وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون