سلايډ (فيچر) نړيوالې

انډيپينډينټ: اردوگان او بشارالاسد اړيکې عادي کوي

د سوریې او ترکیې ولسمشران، بشار الاسد او رجب طیب اردوگان

نړۍ خبر (چهارشنبه،۲۴ اگست ۲۰۱۶)

برتانوی ژورنالېست او انډيپينډينټ ورځپاڼې لپاره د عربي چارو کارپوه، رابرټ فېسک ليکلي، چې تېره اوونۍ د انقرې په غازي عنتاب سيمه کې له چاودنې وروسته ترکيې يو ځل بيا د خپلو دښمنانو لېست خپور کړ، چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد په کې نه و.

رابرټ فېسک له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې انقره کې د تېرې اوونۍ چاودنې، چې نږدې پنځوس تنه يې ووژل، ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان يې پړه پر داعش واچوله.

له يادې چاودنې وروسته د ترکيې مرستيال لومړی وزیر، محمد شمشيک په خپلو څرګندونو کې دغه چاودنه «وحشت» وبلله او زياته يې کړه، چې داعش، کردي ياغيان او د فتح‌الله ګولن پلويان د ترکيې دښمنان دي او غواړي، چې دغه هېواد کې آله گوله جوړه کړي.

رابرټ فېسک د ترکي مرستيال لومړي وزیر له لوري د خپور شوي لېست په اړه وايي، چې انقرې د کردي کارګرانو ګوند د داعش تر څنګ د خپلو دښمنانو په لېست کې ځای کړی، په داسې حال کې، چې د کردي ياغيانو دغه ډله د امريکا په وسلو د داعش پر ضد جګړې کوي.

د برتانوي ژورنالېست په وينا د هېښتيا ځای دا دی، چې د ترکيې ولسمشر د بشارالاسد د ګوښه کولو نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، مګر د ترکيې د دښمنانو په لېست يې نوم نه دی خپور شوی.

رابرټ فېسک ليکلي: «له ځينو ترکانو پرته به هېڅوک هم دا ونه وايي، چې د سوريې حکومت دې د غازي عنتاب له چاودنې سره مستقيمه اړيکه ولري، مګر داسې ښکاري، چې د مسکو په شمال سان پيټرسبرګ ساحلي ښار له خپل روسي سيال سره له ليدنې وروسته سلطان اردوګان پرېکړه کړې، چې د خپلو دښمنانو شمېر راکم کړي.»

مقاله کې راغلي، د بشارالاسد مخالفين چې په ترکيه کې ژوند کوي د دمشق او انقرې ترمنځ د روانو پټو مذاکراتو له امله ډېر اندېښمن دي او تر ټولو مهمه خبره د ترکي صدر اعظم بن علي يلدرم هغه څرګندونې دي، چې «سوريې سره د اړيکو بيا رغول د ترکيې لپاره ډېر اړين دی.»

رابرټ فېسک وايي، چې د اردوګان او پويتن مينه «د يوې ځانګړې موخې لپاره له سره پيل شوه.»

د فېسک په وينا اردوګان په روسيه کې له خپل سيال سره د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د سوريې کړکېچ په اړه هم خبرې کړي او پوتين خپل ترکي سيال ته ويلي، چې کولای شي، د سوريې کړکېچ کې فعال رول ولوبوي.

ليکوال پوښتنه کوي، چې ايا «سلطان اردوګان» رښتيا له اسد سره د اړيکو رغولو په لټه کې دی؟ «هو بالکل، زه سل په سلو کې په دې باور يم.»

مقاله زياتوي: «ترکان که د غازي عنتاب د چاودنې پړه پر هر چا اچوي، دا يې خپل کار دی، مګر دې ته يې بايد پام وي، چې دا هر څه د اردوګان د خپلو پرېکړه پايله ده.»

رابرټ فېسک پر ترکي ولسمشر تور لګوي، چې خپلو پلويانو او نورو خلکو ته يې اجازه ورکړه، چې د ترکيې له لارې د داعش سنګرونو ته ورسيږي، له داعش څخه يې د تېلو اخيستو قرارداد ته هم اجازه ورکړه او د کردي ياغيانو پر ضد يې يو ځل بيا جګړه پيل کړه.

د فتح‌ الله ګولن او پوځ له ګډې ناکامې کودتا، چې د اردوګان حکومت په معجزانه توګه وژغورل شو، ترکيه اوس پاکستان سره ورته والی لري، چې ۱۹۸۰م کې يې د افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه.

رابرټ فېسک د مقالې په پای کې وايي، تر څو چې سوريه کې روان کړکېچ پای ته نه وي رسېدلی، دغه هېواد به همداسې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او ترکيه به هم خپل عادي حالت ته يوازې هغه مهال راوګرځي، چې د دښمنۍ ګراف راکم کړي او د سيمې روانې جګړې پای ته ورسيږي.

«موږ نه پوهېږو، چې د دغه حالت د ليدو شاهدان به شو که نه او دغه وخت کې به د ترکيې ولسمشر څوک وي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون