سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ايف بي ای پخوانی مشر: ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ وړ نه دی

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې «ايف بي ای» پخواني مشر جيمز کومي ويلي، چې ډونلډ ټرمپ د ښځو په اړه «سپک نظر» لري، ښځې «د غوښې يوه ټوټه» بولي او زياتوي، چې نوموړی له اخلاقي پلوه د امریکا د ولسمشرۍ وړ نه دی.

د ټرمپ له لوري د هغه د گوښه کولو راهيسې د لومړي ځل لپاره جيمز کومي اې بي سي ټلويزيون سره په مرکې ويلي، چې «ټرمپ داسې څوک دی، چې رښتيا د هغه لپاره کوم ارزښت نه لري.»

له دغې مرکې وروسته ټرمپ هم په خپل ټويټ کې غبرگون ښوولی او جيمز کومي يې «غټ دروغجن» بللی دی.

جيمز کومي د اې بي سي  ۲۰/۲۰ نومي پروگرام کې ويلي: «زه دا نه وايم، چې ټرمپ له ذهني پلوه نااهله دی، بلکې له اخلاقي پلوه د دې وړ نه دی، چې د امریکا ولسمشر شي.»

د ايف بي ای پخوامي مشر دا هم ويلي، چې د امریکا ولسمشر بايد دروند او ولسي ارزښتونو ته په درنه سترگه وگوري او په دغو ارزښتونو کې تر ټولو اړين رښتينولي ده، چې «په ټرمپ کې نشته.»

جيمز کومي د خپل ماموريت په اړه کتاب لیکلی او اوسمهال د خپل کتاب په اړه وخت پر وخت مرکې کوي.

ټرمپ ويلي، چې د ناسمو تبصرو او خپروونو کتاب «ناسم پوهاوی او پوښتنې راپورته کوي» او په خپل ټويټ کې يې د جيمز کومي د بندي کولو اشاره هم کړې ده.

د ايف بي ای پخواني مشر ويلي، چې د ټرمپ پر شاوخوا راټول شوي خلک به د ټرمپ په ويناوو او عمل بدنامه او داغداره شي.

خو د دې ټولو نيوکو سربېره هم جيمز کومي د ټرمپ د گوښه کولو غوښتنه نه کوي او وايي، چې د ټرمپ له گوښه کېدو سره به د امریکايي ولس ترمنځ بې باوري او گډوډي پيدا شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون