افغانستان سلايډ (فيچر)

بغلان کې یوه سړي د څلورو ښځو له وژلو وروسته ځان وژنه کړې

د بغلان په مرکزي‌ بغلان ولسوالۍ کې یوه سړي خپل ځان،‌ خپله مېرمن،‌ خواښې، او دوه نورې مېرمنې وژلي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع وايي،‌ دغه پېښه تېره شپه د مرکزي بغلان په اقامتګاه سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره دغه کسان لومړی څلور ښځې چې یوه یې خپله مېرمن او خواښې وې او بله یې د اوښې مېرمن او د هغوی میلمنه وه وژلي او وروسته یې ځان هم په ډزو وژلی دی.

د پولیسو ویاند وایي،‌ د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی دی او پولیسو یې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د شجاع په خبره دوی به ډېر ژر د دغې پېښې ټول اړخونه له رسنیو سره شریک کړي.

د کورني‌ تاوتریخوالي‌ پېښې په دې وروستیو کې یو ځل بیا زیاتې شوي او نږدې هره ورځ‌ د هېواد له یوې سیمې د ورته پېښو خبرونه خپریږي.

خو د افغانستان د مرکزي‌ او جنوبي‌ ولایتونو په نسبت د هېواد په شمال او ختیځو ولایتونو کې دغه ډول پېښې زیاتې دي.

په لویدیځ‌ کې بیا هرات د دغه ډول پېښو لوی مرکز بلل کیږي‌ او په دغه ولایت کې هم نږدې هره ورځ‌ د کورني‌ تاوتریخوالي‌ یوه پېښه ثبتیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون