افغانستان سلايډ (فيچر)

جنرال نيکلسن:د ټولنيزو او پوځي فشارونو له لارې به طالبان سولې ته اړ کړو

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن ويلي، چې د افغانانو د ټولنيزو فشارونو سربېره به د پوځي او ډيپلوماټيکو فشارونو له لارې طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.

د ناټو ځواکونو دغه قومندان د ملي امنيت له لوی رييس معصوم ستانکزي  او د کورنيو چارو وزير ويس برمک سره کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار له امنيتي او ځينو قومي مشرانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سولې لپاره ولسي فشارونه بايد له کندهاره پيل او په ټول هېواد ته پراخ شي.

جنرال نيکلسن نيکلسن وويل، چې د پلازمېنې کابل په گډون کندها، هلمند او د هېواد په گڼو ولايتونو کې د سولې پرلتونه د طالبانو پر ضد فشارونو کې گټور تمامېدای شي او د دغو پرلتونو د ملاتړ ژمنه يې کړې.

جنرال نیکلسن د ملي امنيت له رييس، د کورنيو چارو وزير، د کندهار والي زلمی ويسا او يو شمېر نورو چارواکو سره د کندهار ولايت په مقام کې د خبرو پر مهال د سولې سربېره د راتلونکو پارلماني او ولسواليو شوراگانو د ټاکنو په اړه خبرې کړي دي.

د بهرنيو ځواکونو قومندان ويلي، چې تر څو طالبان سولې ته يې نه وي چمتو شوي، تر هغو به يې پر ضد ډيپلوماټيک، پوځي او په بېلابېلو ولايتونو کې د ولسي خلکو ټولنيز فشارونه روان وي.

ده وويل: «څرنگه چې تاسې راته وويل، چې ځينې طالبان هم سوله غواړي، افغان حکومت او نړيواله ټولنه هم د سولې لپاره جدي هڅې کوي او د سولې بهير بايد له کندهاره پيل شي.»

د ناټو دغه قومندان ويلي، چې د طالبانو سربېره به پر پاکستان هم ډيپلوماټيک فشارونه زيات کړي، تر څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او د وسله‌والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

جنرال نيکلسن زياتوي، چې په ټولو ولايتونو کې بايد د سولې لپاره د ولسي خلکو پرلتونه زيات شي او همدارنگه افغانان بايد په ټاکنو کې پراخ گډون وکړي او د رڼو ټاکنو له لارې بايد په افغانستان کې ځواکمن حکومت رامنځته شي.

د ملي امنيت رييس وويل، چې د سولې او ټيکاو لپاره بايد کډوال او د ديني علومو زده‌کوونکي له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون