ټکنالوژي

د سامسنگ نوی ځیرک موبایل چې له انټرنټ سره نه وصل کېږي

ځیرک موبایل او انټرنټ د اوسني انساني ژوند یوه اړینه برخه گرځېدلې چې ورسره عادي کسانو لپاره له انټرنټ او ځیرک موبایل پرته یوه شیبه هم یوه ورځ په څېر تېرېږي.

خو د سامسنگ کمپنۍ پرېکړه کړې چې داسې یو ځیرک موبایل وړاندې کړي چې نه د سیمکارت د انټرنټ خدمتونو او نه هم وای فای له لارې انټرنټ سره وصل کېږي.

د سامسنگ کمپنۍ دغه ځیرک موبایل گلکسي جې۲ پرو (J2 Pro) نومول شوی، خو پوښتنه دا ده چې ایا کاروونکي به دغه ډول ځیرک موبایل پېرېدلو لپاره زړه ښه کړي؟

دغه ځیرک موبایل د ۳جي، اېل ټي اي (LTE) او وای فای سره د وصل کېدو ځانگړنې نه لري. سامسنگ کمپنۍ وايي چې دغه ځیرک موبایل هغو زده کوونکو او زیات عمر لرونکو کاروونکو لپاره ډیزاین کړی چې غواړي موبایل یوازې اړیکې ټینگولو او په کې شته اسانتیاوې کارولو لپاره وکاروي او د انټرنټ له ستونزو او تمرکز له منځه وړلو ستونزو څخه په امان وي.

د سامسنگ کمپنۍ دغه ځیرک موبایل اړیکي ټینگوي، لیکلي پیغامونه استوي او کامره هم لري.

د یو شمېر افشا شوو معلوماتو پر بنسټ دغه ځیرک موبایل به لاندیني ځانگړنې ولري:

  • ۸ مېگاپکسله اصلي او ۵ مېگاپکسله مخکینۍ کامره،
  • ۵ انچه کواډ اېچ ډي امولېډ (Quad HD AMOLED) ډوله مخ‌پاڼه،
  • ۱٫۴ گېگاهرټز کواډ کور پروسېسر،
  • ۱٫۵ گېگابایټ رم،
  • ۲۶۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ،
  • د اضافي میموري کارډ کارولو وړتیا.

دغه ځیرک موبایل له وړاندې څخه کوریا کې کاروونکو ته وړاندې شوې او دغه هېواد کې يي بیه ۱۹۹۱۰۰ وان ټاکل شوې چې ۱۸۵ امریکايي ډالره کېږي.

دا چې دغه ځیرک موبایل به نورو هېوادونو کې هم خرڅلاو ته وړاندې شي که نه څرگنده نه ده او سامسنگ کمپنۍ تر دې دمه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون