ټکنالوژي

سوني د نړۍ تر ټولو غوره کامره لرونکی ځیرک موبایل جوړوي

په نړۍ کې د ځیرکو موبایلونو په برخه کې  رقابتونه تر بل هر وخت سخت او پیچلي شوي او یوازې هغه کمپنۍ بریالي کېږي چې خپلو ځیرکو موبایلونو کې نوې او ځانګړې بڼې خپلو کاروونکو ته وړاندې کړي.

تېر کال د گوگل کمپنۍ د گوگل پکسل۲ اېکس اېل (Pixel 2 XL) په نوم ځیرک موبایل وړاندې کړ چې په ځیرکو موبایلونو کې يي د نړۍ تر ټولو غوره کامره درلوده.

یوازې څو میاشتې وروسته سامسنگ کمپنۍ خپل گلکسي اېس۹ پلس وړاندې کولو سره گوگل کمپنۍ ته ماتې ورکړه او دغه ځیرک موبایل يي د نړۍ تر ټولو غوره کامره لرونکی ځيرک موبایل شو.

خو له لنډې مودې وروسته هواوې کمپنۍ پي۲۰ پرو (P20 Pro) نومې ځیرک موبایل وړاندې کړ او د کامرې په برخه کې يي ایفون۱۰، گلکسي اېس۹ پلس او گوگل پکسل۲ اېکس اېل ته  ماتې ورکړه. د هواوې دغه ځیرک موبایل د ځیرکو موبایلونو په تاریخ کې لومړنۍ درې کامرې او تر ټولو غوره کامرې لرونکي ځیرک موبایل دی.

اوس د سوني کمپنۍ چې تېرو څو کلونو کې يي د ډیزاین، هارډوېیر او سافټ وېیر برخو کې د  نیمگړتیاوو له کبله بې شمېره کاروونکي له لاسه ورکړي غواړي د نړۍ تر ټولو غوره کامره لرونکې ځیرک موبایل وړاندې کړي.

د سوني کمپنۍ دغه ځیرک موبایل اېکسپریا اېکس ذي۲ پرېمیم (Xperia XZ2 Premium) نومول شوی چې تر ټولو پیاوړی هارډوېیر به په کې کارول شوی وي.

د سوني کمپنۍ دغه ځیرک موبایل کامرې کې به ټولې هغه ځانگړنې چې ډي اېس اېل ار (DSLR) کامرو کې کارول شوې اضافه شي او د نړۍ تر ټولو غوره او پیاوړې کامره به ولري.

د اېکسپریا اېکس ذي۲ پرېمیم د پام وړ ځانگړنې

  • ۵٫۸ انچه مخ‌پاڼه له 4K ریزلوشن سره،
  • غبرگې کامرې،
  • په ۷۲۰ او ۱۰۸۰ پکسله ریزلوشن د سلو موشن (Slow-motion) وېډیو ثبتول،
  • ۱۳ مېگاپکسله وړتیا لرونکې مخکینۍ کامره،
  • کوالکوم سنپ ډراگن ۸۴۵ ډوله پروسېسر،
  • ۳۵۴۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټري،
  • د اوبو او غبار ضد وړتیا: IP65/IP68
  • انډرایډ ۸٫۰ اوریو عامل سیستم،
  • دواړه خواوو کې گوریلا گلاس ۵ ډوله ښیښه،
  • تور او نقر ای رنگونو کې به وړاندې شي،
  • د ۲۰۱۸ په اوړي کې به نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون