افغانستان سلايډ (فيچر)

ارگ: له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې ادعاوې بې ځايه دي

ارگ د ولسي جرگې د ځينو غړو هغه تورونه رد کړي، چې افغان حکومت له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې هوکړه کړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي رسنيو ته ويلي، چې له پاکستان سره ټولې خبرې رسنيو او ولس ته روښانه دي او د ولسي جرگې د يو شمېر وکيلانو هغه تورونه يې ناسم بللي، چې  ارگ له اسلام اباد سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې هوکړه کړې ده.

مرتضوي وويل، چې له پاکستاني چارواکو سره ټول موضوعات د رسنيو له لارې له خلکو سره شريک شوي او د ولسي جرگې له غړو يې هم غوښتي، چې «په دې اړه له څرگندونو وړاندې بايد خپل معلومات کره کړي»

تېره ورځ د ولسي جرگې ځينو غړو د جرگې په عمومي غونډه تور پورې کړ، چې ولسمشرۍ ماڼۍ له پاکستاني چارواکو سره د استبخاراتي معلوماتو د تبادلې، د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق د گوښه کولو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هوکړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارته په خپره شوې اعلاميې کې راغلي و، چې د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ژمنه کړې، چې د افغانستان په مشرۍ به د سولې له هوکړې ملاتړ کوي، د افغانستان د حکومت د مخالفينو په نيولو کې به مرسته کوي، دواړو لوريو ژمنه کړې، چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد نه کاروي، هغه څوک، چې د سولې له بهير سره مخالفت کوي، بايد افغان حکومت ته وسپارل شي خو د ولسي جرگې د وکيلانو د ادعاوو په اړه په کې څه نه دي تر سترگو شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون