افغانستان روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

څوارلس زره افغان ماشومان د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي

د افغانستان د سرې مياشتې اداره وايي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته څوارلس زره ماشومان له دوی ثبت دي او د امکاناتو د نه شتون له امله يې د درملنې توان نه لري.

د سرې مياشتې اداره وايي، چې په هېواد کې د امکاناتو د نه شتون له امله هر كال په دغې ناروغۍ شل سلنه اخته ناروغان مري.

اوس چين ژمنه کړې، چې د سلو ماشومانو د زړونو درملنه به کوي.

د سرې مياشتې ادارې مشره ډاکټر نيلاب مبارز په کابل کې رسنيو ته وويل، چين د سرې مياشتې له ادارې سره يو تړون  لاسلیک کړی، چې دغه هېواد به د زړه د سوري په ناروغۍ د سلو اخته ماشومانو درملنه کوي.

د ډاکټر نيلاب په خبره دغه ماشومان به په څلورو جوپو کې پنځه ويشت پنځه ويشت کسان چين ته د درملنې لپاره لېږدول کيږي.

تېره ورځ د دغو ماشومانو لومړۍ ډله چين ته ولېږدول شوه.

د چين د سرې مياشتې مشر سون شان پنگ ويلي، چې تېر کال يې د ۲۱ افغان ماشومانو د زړه د سوري درملنه کړې او هڅه به وکړي، چې په راتلونکو کلونو کې د نورو افغان ماشومانو د درملنې لپاره هم لارې چارې وسنجوي.

 د افغانستان د سرې مياشتې اداره وايي، چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې نږدې څوارلس زره د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان ورسره ثبت دي، تر اوسه د شاوخوا اووه نيم زرو ماشومانو درملنه شوې او پاتې نور لا هم د درملنې په تمه شپې ورځې تېروي.

که څه هم د پخوا په پرتله په هېواد کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه شونې شوې او يوازې په پلازمېنې کابل کې درې روغتونه د زړه د سوري جراحي کوي، خو ډېری افغانان لا هم د درملنې توان نه لري؛ ځکه د يوې جراحۍ لگښت شاوخوا درې زره ډالره کيږي.

گڼ شمېر افغانان لا هم پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي او د راپورونو له مخې په هېواد کې د زړه د ناروغانو سربېره نږدې څلوېښت سلنه افغانان روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون