سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ترکيه: اردوغان له وخت وړاندې د ټاکنو اعلان وکړ

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې راتلونکي ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې به له خپل وخت وړاندې د راتلونکي جون په څلرويشتمه نېټه ترسره کېږي او د ولسي خوځښت گوند مشر دولت بهجلي په راتلونکو ټاکنو کې د اردوغان د ملاتړ اعلان کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې  د ترکيې ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۹ په نومبر کې ترسره شي، خو اردوغان تېره ورځ د خپل ايتلافي گوند له مشر دولت بهجلي سره له ناستې وروسته خبريالانو ته وويل، چې د کورنيو او سيمه‌ييزو حالاتو له امله ټاکنې له خپلې نېټې يونيم کال وړاندې د راتلونکي جون په څلرويشتمه ترسره کيږي.

د ترکيې اپوزيسيون گوندونو له تېرو څو مياشتو راهيسې له وخت وړاندې د ټاکنو غوښتنه کوله، خو ولسمشر اردوغان پخوا دا غوښتنې رد کړې وې.

اردوغان وويل، چې په هېواد کې دننه وضعيت او په سوريې کې شوي پرمختگونه ښيي، چې بايد ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې له وخت وړاندې ترسره شي او د اوسني نظام شته «ناروغۍ» له منځه ولاړې شي.

اردوغان له دولت بهجلي سره گډې خبرغونډې ته وويل، چې د ترکيې اوسنی نظام له «گڼو ستونزو ډک دی او بايد دغه سسټم کې بدلون راشي.»

د چارو څارونکو ويلي، چې اردوغان هڅه کوي، چې پارلماني نظام په ولسمشرۍ بدل کړي.

د اردوغان د ايتلافي گوند «ولسي خوځښت» مشر دولت بهجلي ويلي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د دوی نوماند رجب طیب اردوغان دی او د هېواد پر وړاندې د روانو دسيسو له امله دوی د واکمن گوند ملاتړ اعلان کړی دی.

په ورته وخت کې په ترکيې کې «ولسي ډيموکراټ يون » گوند له وخت وړاندې ټاکنو ته چمتووالی ښوولی دی.

د ولسي ډيموکراټ يون مشر قليجدار اوغلو ويلي، چې  د يوه سړي د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره دوی د پر وخت ټاکنو لپاره چمتو دي او هيله‌ يې ښکاره کړې، چې راتلونکو ټاکنو کې به واک ته ورسيږي.

د ترکيې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر سعدي گوفن ويلي، چې راتلونکو ټاکنو ته چمتووالی لري او په دوو ورځو کې به د دغو ټاکنو لپاره جدولونه چمتو کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون