افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر کې د خلکو ونډه خورا کمه ده

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ولایتونو په مرکزونو کې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی؛ خو په دغه بهیر کې د خلکو ونډه خورا کمه ده.

د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې په پنځه ورځو کې شاوخوا ۱۶ زره کسانو په ټول هېواد کې د رایه ورکوونکو په توگه ثبت کړی؛ خو که دغه بهیر د ټاکنو کمېسیون له پلان سره سم دوه میاشتې په همدې بڼه دوام وکړي،‌ په هېواد کې د ټولو رایه ورکوونکو شمېر تر یو میلون هم نه رسیږي.

د اټکل له مخې په افغانستان کې تر ۱۳ میلونه ډيرو کسانو د رایه ورکولو شرایط‌ پوره کړي او په مخکنیو ټاکنو کې تر ۲۰ میلونه زیات د رایه اچونې کارتونه ویشل شوي‌ وو.

د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر رفیع الله بیدار وایي،‌ د عامه پوهاوي‌ کمزوري‌ پروگرامونه د دې لامل شوي، چې د خلکو گډون کم رنگه وي.

هغه وایي‌،‌ کمېسیون اوس پر دې کار کوي، چې څنگه د عامه پوهاوي‌ نوي‌ پروگرامونه پیل کړي،‌ تر څو خلک وهڅیږي،‌ چې د ولسي‌ جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو په توگه ځانونه ثبت کړي.

بیدار وايي،‌ د کمېسیون پلان دادی چې له نوې اونۍ د جوماتونو د ملا امامانو او نورو لارو د عامه پوهاوي‌ پروگرام پلی کړی.

تر پلازمېنې د باندې په ولایتونو کې هم د رایه ورکوونکو په توگه د ثبت شویو کسانو شمېر په نشت حساب دی.

د کابل په گاونډ وردگو کې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ یوازې ۶ کسانو ځانونه ثبت کړي‌ و.

په پکتیکا،‌ پکتیا او خوست کې هم دغه شمېر کم و.

کابل کې د نړۍنیوز خبریال وایي، چې په ولایتونو کې خلک د طالبانو له ویرې په خپلو تذکرو د رایه ورکونې نوې سټیکر نه شي‌ لگولی.

د هغه په وینا گڼو خلکو ورته ویلي،‌ چې که په پېژندپاڼه د رایه ورکولو کارت یا سټیکر ولگوي نو طالبان به یې وځوروي‌ او یا به سزا ورکړي.

خو حکومت د رایه ورکوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره لا هم کوم عملي گام نه دی اخیستی او په ډېرو ولایتونو کې امنیتي‌ حالات د پخوا په څېر دي.

خو د ټاکنو کمېسیون عملیاتي‌ مرستیاله وسیمه بادغیسۍ هیله لري، چې وروسته به د خلکو گډون پراخ شي.

هغه وايي،‌ خلک لا تر اوسه له دغه بهیر سره سم بلد نه دي نو ځکه ډیر خلک نوم لیکنه نه کوي.

د کمېسیون مشر گلاجان عبدالبدیع صیاد وايي،‌ چې د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر تر یوې میاشتې دوام کوي‌ او په دویم پړاو کې به دا بهیر د ولسوالیو په مرکزونو او بیا په کلیو کې پلیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون