افغانستان سلايډ (فيچر)

ډنډپټان کې پاکستان جوړ کړي‌ تاسیسات افغان ځواکونو نیولي‌

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورنډ  کرښې‌ ته څېرمه په هغو تاسیساتو کې افغان ځواکونه ځای پر ځای شوي،‌ چې پاکستاني‌ عسکرو جوړ کړي‌ و.

اونۍ وړاندې په همدې سیمه کې د دواړو لورو تر منځ‌ نښتې وشوې، چې مرگ ژوبله یې هم لرله.

افغان چارواکي‌ وایي،‌ پاکستاني‌ عسکرو له ډيورنډ‌ دې غاړې ته د اوښتو هڅه وکړه،‌ چې د افغان ځواکونو له غبرگون سره مخ شول.

اوس د ملي‌ دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وایي،‌ پاکستان ځواکونه له هغه تاسیساتو وتلي،‌ چې ډیورنډ‌ ته څېرمه یې جوړ کړي‌ و.

د هغه په وینا اوس په دغه ځایونو کې د افغان ځواکونو پوستې او بیسونه جوړ شوي‌ او تر څنگ یې سیمه‌ییز پاڅونوال هم دېره شوي‌ دي.

رادمنش وایي،‌ که څه هم پاکستاني‌ عسکر د ډيپلوماټیکو اصولو له مخې له دغه سیمو ووتل؛ خو د خلکو غبرگون هم پر هغوی اغېز درلود.

د ده په وینا د پکتیا خلک د افغان ځواکونو تر څنگ ودریدل او تېره ورځ‌ یې د افغان سرتیرو د ستاینې لپاره ډول ډول پروگرامونه هم ترتیب کړي‌ و.

محمد رادمنش وايي،‌ چې د پاکستان له لوري‌ په جوړو شویو تاسیساتو کې د افغان ځواکونو له میشتېدو سره سم سلگونه خلکو د افغان ځواکونو غاړو ته گلونه ور وړل او هغوی یې وستایل.

د نوموړي‌ د معلوماتو له مخې د افغان ځواکونو تر څنگ د سیمه‌ییزو پاڅونوالو پوستې هم فعالې شوې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون