افغانستان سلايډ (فيچر)

حکمتیار: بهرنیان په افغانستان کې کمزوری نظام غواړي‌

د حزب اسلامي‌ مشر گلبدین حکمتیار وایي،‌ بهرنیان د خپلو گټو لپاره په افغانستان کې کمزوری او بې انډوله نظام غواړي‌ او اوس هم هڅه کوي‌ راتلونکې ټاکنې د تېر په څېر شي.

د حزب اسلامي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،‌ چې په حکومت د ننه یو شمېر کړۍ او ځېنې بهرني‌ سفارتونه په افغانستان کې د نظام کمزوري کولو هڅه کوي.

د سرچینې په حواله حکمتیار تېره ورځ‌ د کابل د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي‌ مشرانو سره په لیدنه کې همداراز ویلي،‌ چې قومي‌ تفرقو ته هم همدا خلک لمن وهي او د جگړې له دوام سره هم د دوی کړنې تړلې دي.

د حزب اسلامي مشر که څه هم د کوم بهرني‌ هېواد یا سفارت نوم نه دی اخیستی؛ خو په تېر کې یې د ایران او ځېنو نورو هېوادنو نومونه اخیستي‌ وو،

حکمتیار ویلي،‌ حزب به یې په ټول توان هڅه وکړي،‌ چې راتلونکې ټاکنې رڼې او بې‌ پرې ترسره شي او دوی به له هغه چا سره دریږي،‌ چې د ده په وينا د شر او فساد پر وړاندې مبارزه کوي.

نوموړي‌ همداراز له خلکو غوښتي،‌ چې د ولسي‌ جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون