افغانستان سلايډ (فيچر)

سيگار: د امریکا د ناسمو تگلارو له امله د افغانستان اقتصاد له ننگونو سره مخ دی

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيگار» په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د اوولسو کلونو په تېرېدو لا هم د افغانستان اقتصادي تکيه پر امریکايي مرستو ده او زياتوي، چې د اداري فساد او د امريکا د ناسمو اقتصادي تگلارو له امله د افغانستان اقتصاد له ننگونو سره مخ دی.

په راپور کې راغلي، چې ۲۰۰۱ کې د طالبانو د نظام له ړنگېدو وروسته امریکا په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړولو وروسته د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکتور ته پاملرنه نه ده کړې او سيگار په دې اړه د امریکا پر تگلارو توندې نيوکې کړي کړي.

د سيگار مشر جان سوپکو وايي، چې افغان چارواکو د امریکا او نړيوالې ټولنې ډېری مرستې له هېواده بهر ويستي او له همدې امله تر اوسه د بيا رغونې، ټرانسپورټ، مخابراتو او نورو چارو کې افغانستان د امریکا او نورو هېوادونو مرستو ته اړ دی.

د سوپکو په وينا په افغانستان کې د امریکايي مرستو د لگولو چارې له پيله ناانډوله او نامنظمې وې، امریکا د افغانستان د بنسټیزو ستونزو له ارزولو پرته دغه هېواد سره پرېمانه مرستې وکړې، خو د ناسم پلان او وېش له امله ډېری دغه مرستې بې ځایه ولگول شوې او فساد په کې شوی دی.

سيگار دا هم وايي، چې امریکا د افغانستان چاپېریال او وضعيت په سمه توگه نه و ارزولی، چې له امله يې په خصوصي سکتور او نورو برخو کې د امریکا او نړيوالې ټولنې مرستې د فساد او ناانډولۍ ښکار شوې او تر اوسه هم د افغانستان د اقتصادي ودې مخه ډب ده.

سيگار د افغانستان د خصوصي سکتور د زوال او کمزورۍ په اړه وايي: «شخصي اړيکې، کاواکه قضايي نظام، اداري فساد او ناسم اقتصادي وضعيت او په ادارو کې د متخصصو کارکوونکو د نه شتون له امله د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکتور له ناکامۍ سره مخ دی.»

د پانگونې د ناکامۍ په اړه جان سوپکو ويلي، چې ډېری پانگوالو په افغانستان کې د خپلې پانگونې لپاره زړه ښه کړی و، خو په افغانستان کې شته قرادادونه د سالم رقابت پر ځای له چارواکو سره د شخصي اړيکو له امله ورکول شوي، چې له امله يې ډېری پانگوالو خپلې پانگې له افغانستانه ويستي او هغه پانگوال چې له چارواکو سره اړيکې لري، دغه قرادادونه يې په ارازنه بيه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه هم وايي، چې د اداري فساد، امنيتي گواښونو او د حکومت له لوري پانگوالو ته د اسانتياوو د نه برابرولو له امله ډېری پانگوال په هېواد کې د پانگونې لپاره زړه نه ښه کوي او په سوداگرۍ کې ډېر کموالی راغلی دی.

د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي ويلي، د ناامنيو،سړي تښتوونکو د لوړو ماليو او نورو ستونزو له امله ډېری پانگوال ځانونه اړ بولي، چې هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو کې خوندي  ژوند وکړي.

خو حکومت وايي، چې  پانگوالو ته د هر ډول اسانتياوو سربېره د دوی د امنيت لپاره هڅې کوي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش ويلي، له سوداگرۍ خونې سره په گډه پر داسې کړنلارې کار کوي، چې د پانگوالو خونديتوب یقيني کړي، د سوداگرو او پانگوالو اندېښنې له منځه يوسي او په هېواد کې د ناامنيو او سړي تښتونو مخنيوی وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون