راپور سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سعودي کې سينما: د اقتصادي گټو او که ازادۍ لپاره؟

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د نوي ليدلوري په لړ کې د هغه په هڅو په سعودي عربستان کې د پلازمېنې رياض په گډون په ټول هېواد کې درې سوه سينماوې جوړيږي او تېره اوونۍ د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز په مرکز کې سينما پرانيستل شوه او د هالي وو «بلک پینتر» فلم په کې په ازمايښتي ډول نندارې ته وړاندې شو.

له تېرو څو لسيزو راهيسې په سعودي کې د ښځو او  سړيو په گډ ټولنيز ژوند بنديزونه وو، خو دغه هېواد اوس د روڼ اندۍ يوې مرحلې ته په تېزۍ روان دی او په دغه لړ کې د سعودي چارواکو ښځو ته د موټر چلولو، د موسیقي پروگرامونو، د فيشن په نندارتونونو، کې د گډون او ښځو لپاره د لوبو د نندارې د اجازې ورکولو سربېره په ټول هېواد کې د نړيوالو فلمونو لپاره سينماوې جوړيږي.

يو شمېر سعوديان دغه گامونه پرمختگ بولي، خو گڼ نور يې بيا مخالفت کوي.

د سينما د فلم په لومړنۍ  نندارې کې گډون کوونکی  شهزاده رحاف الهندي سعودي رسنيو ته ويلي، چې د دغو گامونو سره د ازادۍ سربېره هېواد پرمختگ کوي او سعودي به هم له نورو هېوادونو سره اوږه په اوږه پرمختگ او اقتصادي وده وکړي.

۱۹۸۰ کلونو راهيسې د سعودي علماوو په دغه هېواد کې د فلمونو او سينماوو جوړول د اسلامي شريعت خلاف بللي وو، خو له نږدې پنځه دېرش کلونو وروسته سعودي وليعهد د خپل پلار پاچا سلمان بن عبدالعزیز په ملتيا د ازادۍ او روڼ اندۍ پر لور نوي گامونه پورته کړي او په دغه هېواد کې يې داسې کارونو ته ملا تړلې، چې د علماوو په وينا د ديني ارزښتونو خلاف دي.

تېره ورځ په رياض کې د سينمايي فلمونو د نندارې پيل وشو، ټيکټونه يې انلاين پلورل کېدل، د سينما جوړولو چارې د امريکا اې ايم سي شرکت ته ورکړل شوي، خو سعودي حکومت وايي، چې فلمونه به د حکومت له لوري سانسور کېږي.

سعودي حکومت وايي، چې د سينماگانو له جوړولو سره به يې هېواد له کلتوري پلوه هم پرمختگ وکړي او اقتصادي گټې به هم ترلاسه کړي، په راتلونکو دوولسو کلونو کې به دغه هېواد کې درې سوه سينماگانې جوړې شي، چې شاوخوا دوه زره شيشې به په کې لگېدلي وي او سعودي چارواکي هيله لري، چې د سينماوو له لارې به نوي ميليارده ډالره عايدات ولري.

سعودي غواړي، چې خپله اتکا پر تېلو کمه کړي او له نورو لارو د خپل هېواد اقتصاد ورغوي.

که څه هم د شيخ عادل کلباني په گډون يو شمېر علماوو په سعودي کې د سينماگانو د راتلو هرکلی او ملاتړ کړی، خو ډېری ديني عالمان د سينماگانو پرانيستل د ديني او سعودي ارزښتونو خلاف بولي.

د سعودي مشر مفتي عبدالعزيز آل شيخ د سينماوو جوړول د سعودي ولس د اخلاقي او ټولنيزو اخلاقو پر ضد بولي او غوښتنه يې کړې چارواکي بايد داسې گامونه پورته نه کړي، چې د سعودي او اسلامي ارزښتونو خلاف وي.

د سعودي بل عالم شیخ صالح المغاسي ويلي، چې په هر نوم وي، سينما جوړول د ديني ارزښتو خلاف دي او پايلې به يې د سعودي ولس او راتلونکي نسل لپاره خطرناکې وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون