سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

شمالي کوريا اټومي ازموينې «ځنډوي»

د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اون ويلي، چې هېواد به يې د لرې واټن ويشتونکو او اټومي  توغنديو ازموينې نه کوي.

د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس د چارواکو له خولې ويلي، چې د دغه هېواد د مشرتابه شوا پرېکړه کړې، چې سر له نن شنبې د لرې واټن ويشتونکو او اټومي توغنديو ازموينې نه کوي.

کېم جونگ اون د واکمن کارگر گوند سرمشريزې ته ويلي، چې دوی د خپلې اړتيا وړ اټومي او توغنديزې ازموينې کړي او نور ورته اړتيا نه لري.

فرانس پرېس خبري اژانس ليکلي، چې د کېم جونگ اون له لوري د اټوي وسلو د ازموينو د نه کولو پرېکړه د امریکا په گډون د گڼو دولتونو له لوري ستايل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي،و چې شمالي کوريا د خپلو اټومي ازموينو او د اټومي بټيو د تړلو پرېکړه کړې.

ټرمپ زياته کړې، چې دا پرېکړې د شمالي کوريا او ټولې نړۍ لپاره ښه زېری دی او د همدې پرمختگونو په رڼا کې يې د شمالي کوريا له مشر سره د مخامخ ليدو هيله ښکاره کړې ده.

د شمالي کوريا له لوري دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې څه موده وړاندې د سي ای اې مشر مايک پومپيو د شمالي کوريا له مشر سره ليدلي او ټرمپ هم ويلي، چې د اړيکو د رغولو لپاره له کېم جونگ اون د ليدو پلان جوړوي.

د نړيوالو چارو څارونکي وايي، چې واشنگټن له تېرې اوږدې  مودې  راهيسې له پيونگ يانگ څخه د داسې اعلان په اړه لېوالتيا درلوده او دغه پرېکړه د دواړو دولتونو په اړيکو کې گټورې تمامېدای شي.

چين هم د شمالي کوريا له لوري د اټومي ازموينو د نه کولو هرکلی کړی دی.

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د شمالي کوريا له لوري د خپلو خلکو اقتصادي او ټولنيزو چارو ته پاملرنه به يو لور ته د دغه هېواد لپاره گټوره وي او په سيمه کې به د اټومي وسلو کړکېچ په کمولو کې هم گټور تمام شي.

بل پلو د چاپان د دفاع وزير په واشنگټن کې رسنيو ته وويل، چې دوی د شمالي کوريا د دې اعلان په اړه ډاډمن نه دي؛ ځکه چې پيونگ يانگ د لنډ او منځني واټن ويشتونکو او د بالسټيکي توغنديو د له منځه وړلو پرېکړه نه ده کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون