روغتيا او ژوند

د شېدو چای په فلج د اخته کېدو خطر له منځه وړي

په افغانستان کې په لوړه کچه یوازې شین چای کارول کېږي او د شېدو چای ځانگړی مینه‌وال نه لري. شین چای هم بې شمېره روغتیايي گټې لري او انسان له بې شمېر عادي او وژونکو ناروغیو ژغورلی شي.

خو په دې وروستیو کې یوې استرالیایۍ څېړنې ثابته کړې چې د شېدو چای هم ځانگړې روغتیايي گټې لري او انسان له فلج ناروغۍ څخه ژغورلی شي.

د دغې څېړنې پر بنسټ د شېدو چای څښل خپل عادت گرځول د زړه درزا نورماله ساتلو سره د فلج په ناروغۍ د اخته کېدو خطر کموي.

د مېلبورن الفرېډ روغتون دغې څېړنې کې ویل شوې چې د شېدو چای یا کافي کې شته کیفین د اعصابو مرکزي سیستم فعالولو سره د اېډي نوسین نومې کیمیاوي موادو ناوړه اغېز چې د اتریال فېبرېلېشن ناروغۍ لامل گرځي له منځه وړي.

اتریا فېبرېلېشن د زړه د درزا تر ټولو عامه ناروغي ده چې په کې د زړه درزا له اندازې زیات چټک کېږي او که چېرې پر وخت يي درملنه ونه شي نو انسان د فلج په ناروغۍ اخته کوي.

د دغې څېړنې پر بنسټ په عام ډول خلک په دې باور دي چې کیفین د زړه د درزا ستونزې پیدا کوي، خو په اصل کې د شېدو چای او کافي انسان د زړه د درزا له ناروغیو ژغوري او لامل يي دغو څښاکو کې شته انټي اکسېډنټ او اېډي نوسین څخه مخنیوی کوونکې ځانگړنې دي.

دغې څېړنې کې ویل شوي چې د فلج ناروغۍ خطر کمولو لپاره په ورځنۍ ډول باید درې گېلاسه د شېدو چای وڅښل شي.

د دغې څېړنې لپاره له دوه لکه څخه زیاتو کسانو روغتیايي معلومات وڅېړل شو او ثابته شوه چې کیفین لرونکي مشروبات د زړه د درزا ناروغۍ ۱۳ سلنه کمولی شي.

دغې څېړنې کې ۱۰۳ هغه کسان هم تر څارنې لاندې نیول شوي ول چې د زړه د حملې ښکار شوي ول او هغوی ته په ورځني ډول ۳۵۳ ملي گرامه کیفین ورکول کېده چې پایله کې يي د دغو کسانو د زړه درزا ډېره غوره شوه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون