ټکنالوژي

اپل ارزان بیه ایفون وړاندې کوي

اپل کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایلونه وړاندې کوي چې له همدې امله په دې وروستیو کې له جدي ستونزو سره مخ ده.

د اپل کمپنۍ زیات شمېر مینه‌وال شکایت کوي چې د دغې کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو د پېرېدلو وړتیا نه لري چې له همدې امله اپل کمپنۍ پرېکړه کړې چې د ایفون اېس اي (iPhone SE) نوې بڼه چې د ایفون نورو ځیرکو موبایلونو په پرتله به ډېره ارازنه وي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

سربېره  پر دې اپل کمپنۍ غواړي د ایفون۱۰ یا اېکس ارزانه بڼه هم کاروونکو ته وړاندې کړي.

د ایفون۱۰ بیه له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه پیلېده چې ځینو هېوادونو کې له مالیاتو وروسته يي بیه ۱۲۰۰-۱۴۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېده خو د نوې بڼې بیه به يي یوازې ۵۵۰ امریکايي ډالره وي.

د جې ای سیکیورټیز کمپنۍ چې د اپل کمپنۍ اړوند وړاندې وینې کوي ادعا کوي چې اپل د ایفون۱۰ نوې بڼه چې د ایفون۱۰ ډېرې ځانگړنې به په کې شامل وي او ۶٫۱ انچه مخ‌پاڼه ولري د ایفون۱۰ څخه په ۵۰ سلنه ارزانه بیه نړیوالو بازارونو او کاروونکو ته وړاندې کړي.

د ټکنالوژي برخې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې اپل کېدای شي یوازې ایفون اېس اي۲ وړاندې کړي چې د لومړۍ ځل لپاره د ۲۰۱۶ په مارچ کې کاروونکو ته وړاندې شوی و.

ایفون اېس اي۲ به یوازې ۴ انچه مخ‌پاڼه ولري او بیه به يي له ۳۴۹ امریکايي ډالرو څخه پیل شي.

د اپل کمپنۍ له ثبت شوو معلوماتو داسې ښکاري چې دغه ځیرک موبایل به مختلفو اندازو او د کامرې مختلفو ځانگړنو لرلو سره مختلفو بڼو کې وړاندې شي.

یو شمېر راپورونه ښيي چې ایفون اېس اي۲ به د همدې زېږیدیز کال د جون په میاشت کې معرفي او نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.

له دې سره کېدای شي د ایفون۱۰ نوې بڼه له غټ مخ‌پاڼې سره هم وړاندې شي. د ایفون۱۰ دغه بڼه به ۶٫۱ انچه مخ‌پاڼه او د دوو سیمکارتونو کارولو وړتیا ولري او بیه يي کېدای شي ۶۵۰ امریکايي ډالره وي. یو سیمکارت وړتیا لرونکې بڼه به يي په ۵۵۰ امریکايي ډالره وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون