ټکنالوژي

گوگل وټس اپ او مسېنجر ته ماتې ورکولو لپاره خپل کاریال وړاندې کوي

گوگل له اوږد ځنډ وروسته د نړۍ د پیغامونو او اړیکو تر ټولو غوره کاریالونو فېسبوک مسېنجر او وټس اپ ته ماتې ورکولو لپاره خپل نوی او په زړه پورې کاریال وړاندې کوي.

د گوگل دغه نوی کاریال چټ (Chat) نومول شوی او تمه ده چې انډرایډ عامل سیستم کې به د لیکلو او غږیزو پیغامونه استول او ترلاسه کول ډېر اسانه کړي.

په اصل کې د گوگل کمپنۍ دغه کاریال د دوه کاله پخوانۍ پروژې چې Rich Communication Service نومول شوې وه پایله ده چې د نړۍ د ځیرکو موبایلونو جوړوونکي او د اړیکو خدمتونه وړاندې کوونکي کمپنۍ دغې پروژې کې له گوگل سره همکاري کړې.

د پیغامونو دغه خدمت په اصل کې هر موبایل کې شته د پیغامونو د اسانتیا نوې بڼه ده.

د دغه کاریال په مرسته کاروونکي به بې شمېره اسانتیاو ته لاس رسی ولري. دغه کاریال کې د لیکلو او غږیزو پیغامونو خدمتونه، غږیزې او وېډیويي اړیکې، گروپي پیغامونه استول او غږیز او وېډیويي اړیکې ټینگول شامل دي.

که چېرې کوم کس د چټ کاریال خدمتونو ته لاس رسی ونه لري، نو په اتومات ډول به خپل موبایل عادي پیغامونو اسانتیا له لارې استول شوی پیغام ترلاسه کړي.

په چټ (Chat) کاریال کې د اېنډ ټو اېنډ انکرپشن (End to End encryption) خوندیتوب اسانتیا نشته نو گوگل د کاروونکو ټولو معلوماتو ته به لاس رسی ولري چې دا د دغه کاریال تر ټولو ستره نیمگړتیاوو څخه شمېرل کېدی شي.

گوگل کمپنۍ پرېکړه کړې چې د چټ کاریال او خدمتونو بریا ته رسولو لپاره خپل یو شمېر ناکامه کاریالونه له منځه یوسي تر څو یوازې د چټ په خدمتونو تمرکز وکړي.

گوگل کمپنۍ غواړي خپل دغه کاریال کې د وټس اپ او مسېنجر د کاریالونو ټولې د پام وړ ځانگړنې اضافه کړي او د نړۍ دغو مشهورو کاریالونو ته ماتې ورکړي.

دغه کاریال تر اوسه نه دی وړاندې شوی او کېدای شي د ۲۰۱۸ په پای یا د ۲۰۱۹ په پیل کې نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون