رسنۍ سلايډ (فيچر)

ویسا ورځپاڼه: راتلونكي انتخابات؛ له ولس سره يو څو خبرې

دا دى تر يوه اوږده انتظاره وروسته او يو ځل بيا د اساسي قانون د پښتيو تر ماتولو وروسته او د انتخاباتو په كمېسيون كې تر ډېرو لاسوهنو وروسته، د انتخاباتو كمېسيون د دې جوگه شو چې د ولسي جرگې او ولسواليو د شوراگانو د انتخاباتو دقيقه نېټه اعلان كړي، دا چې دا انتخابات به عملي شي او كه نه هغې ته به وخت ځواب وايي؛ خو كمېسيون خپل اعلان وكړ.

كه څه هم د انتخاباتو كمېسيون د تېرو كمېسيونونو په څېر ولس ته ډاډ وركوي چې شفاف انتخابات به تر سره كړي؛ خو حالاتو ته په كتو دا ډاډ نه شي كېداى چې انتخابات دې راڼه وشي او مافيايي افراد او كړۍ دې پارلمان ته لاره پيدا نه كړي. موږ په ماضي كې د حكومت اطمينانونه هم واورېدل او بيا يې د انتخاباتو له درغليو ډك جريان هم وليد او همدغسې د انتخاباتو د كمېسيون د مسؤولينو ډاډ؛ خو وعدې يو څه او عمل بل څه و.

موږ غواړو چې ولس د غفلت له درانه خوبه راپاڅي، د پنځو پيسو له پاره نامستحقو كسانو ته رايه ور نه كړي، د قوميت، خپلوۍ او نورو اړيكو تر تاثير لاندې را نه شي ان چې د هم حزب توب په خاطر چا ته رايه ور نه كړي، بلكې شرعي خبره دا ده چې صالحو افرادو ته رايه وركړي هغو افرادو ته چې هم تقوا ولري، هم مسلكي پوهه ولري او هم ولس ته د خدمت له پاره ژمن وي. دا سهي ده چې حكومت پر خپل ځاى مسؤول دى او ملي شورا په ځانگړې توگه ولسي جرگه پر ځاى او قضائيه قوه پر خپل ځاى؛ خو ولس هم هېڅكله له مسؤوليته ځان نه شي خلاصولى، څومره چې حكومت ملامت دى يا په مجموع كې دولت، هغومره ولس هم ملامت دى. كه چېرې ملت د انتخاباتو پر مهال سړي ته نه گوري او په پټو سترگو رايه وركوي، بيا نو چې څه ورپېښ شول، له چا نه دې گيله نه كوي. «رايه» يو امانت دى او عظيم الشان قرآن خو فرمايي چې امانت خپل اهل ته وسپارئ، هغه څوك چې د يوه اسلامي او ملي امانت د بار پورته كولو جوگه نه وي او ولس د رايې غلطې كارونې په وسيله، دا بار د نا اهلو كسانو پر اوږو ور اچوي، بيا نو اصلي مسؤوليت خو د ملت دى، ځكه چې خداى تعالى (ج) ورته حكم كړى چې امانت خپل اهل ته وسپاره؛ نو چې ولس غفلت كوي، بيا يې ملامتيا خپله ده، بيا دې ملامت هم ځان كړي او شكايت دې هم له ځانه وكړي. ملت خو څو ځلي ولسمشريز انتخابات هم و آزمويل او د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو هم؛ نو څومره، گټه يې وكړه او څومره تاوان. ولس بايد په پټو سترگو د چا په باب قضاوت و نه كړي او په پټو سترگو چا ته رايه ور نه كړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون