سلايډ (فيچر) نظر

ولسمشر او ښکاره پاراډاکس

لمر افغان

نه پوهېږم، حالات داسې دي چې باید انسان هر څه ته لاس واچوي او که ځینې خلک په لوی لاس غواړي هر څه ته لاس واچوي او د کمپاینونو وخت دی. ولسمشر له سره تر پایه په متضادو کړنو او فعالیتونو سر دی. هغه وايي یو څه او کوي بل څه. هغه د اصلاحاتو ژمنه کوي، خو د اصلاحاتو په نامه یې ادارې او حکومت داسې ککړ کړ چې کلونه به پر سمه روان نه شي. اداري فساد اوج ته رسېدلی، ترهگري اوج ته رسېدلې، ترهگرو فعالیتونه ډېر کړي دي، ستونزې د شمېرلو نه دي، خو له دې ټولو سره سره ولسمشر ځان بریالی بولي او خپل مخالفین له پښو لوېدلي.
د ثور په اوومه ولسمشر د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د سردار محمد داوود خان د شهادت تلین ونمانځه. هغه داوود خان د هېواد د ابادۍ اتل یاد کړ او په وینا یې لومړنی کس و چې خلکو ته یې د رایې ورکولو او نظر څرگندولو واک ورکړ. دا باید هېره نه کړو چې د اسلامي نهضت غړو، چې وړمه ورځ د مجاهدینو په نامه ونمانځل شول، د داوود خان د حکومت په وخت د بغاوت بېرغونه اوچت کړي وو. دوی همغه وخت مبارزې کولې او په هېواد کې روان سیاسي حالت د دې سبب شو چې د سردار داوود خان حکومت ړنگ کړل شي او د هېواد د ابادۍ دا ستر ارمانجن شهید کړل شي. د دې پړه د ټولو پر غاړه ده هغه که په هره ډله پورې اړه لري. ورپسې راپیدا شوې ناخوالې د دې سبب شوې چې افغان ولس د وخت له حکومته په تنگ شي او ټوپک ته لاس کړي.
د افغان ملت مبارزه په حقه وه او په دې هېڅوک سترگې نه پټوي خو د دې تر څنگ به تاریخ هېڅ وخت پر دې هم سترگې پټې نه کړي چې جهادي رهبرانو د خپلو خېټو د غټولو لپاره پر دې ولس، پر دې خاورې، پر دې ابادیو او بوټي بوټي معامله وکړه او هېواد یې له پښو وغورځاوه.
خو دا تېر تاریخ دی، په دې پسې گرځېدل زموږ درد نه دوا کوي، درد زموږ له اوسنيو مشرانو دی. اوسنیو مشرانو بیا خلک چاق کړل او دوی یې وهڅول. د خپلو کمپاینونو په پار یې یو ځل داوود خان ونمانځه بیا یې مجاهدین خوشاله کړل، دې ته سړی حیران شي. حکومت یوازې غواړي ځینې کړۍ پخپله شاوخوا کې وساتي او د همدې کسانو د ساتلو لپاره دغه ډول نمانځنې پيل کېږي. موږ هره ورځ سلام خانې ماڼۍ وینو چې په گلانو او بیرغونو پوښلې وي او ډول ډول مراسم پکې ترسره کېږي. دولتي اراکین خپلې چارې پرېږدي او په نمانځغونډو کې ناست وي. ساعتونه ویناوې کېږي. دوی بېکاره دي او که له ډېره کاره ستړي شوي دي.
دا یوازېنۍ مسئله نه ده چې د ولسمشر په خبرو او عمل کې پاراډاکس ښيي، هغه کلونه کلونه له خلکو سره ژمنې وکړې خو د ژمنو برعکس مسایل یې راپورته شول. په دسترخوان کې یې مثبت تغیر راوسته، منفي شو؛ اساسي قانون یې ساته، تر پښو لاندې شو؛ جگړه یې ختموله، توده شوه؛ په حکومت یې معامله نه کوله، و یې کړه. لا ډېرې میاشتې پاتې دي، لا ډېر وختونه پاتې دي دا پټی وروسته پراخېږي.
ولسمشر د شفافو او پر وخت ټاکنو ژمنه کړې وه، خو دا خوب هم د رښتیا کېدو وړ نه دی. په دې پروسه کې پراخې ستونزې، د واضح تگلارې نشتون، د امنیت خرابوالي او د طالبانو تر ولکې لاندې د ډېرو سيمو پاتې کېدل هغه ستونزې دي چې د ټاکنو خبره سړي ته یو خوب برېښوي او په دې مو باوري کوي چې ټاکنې نه کېږي او که ترسره هم شي نو متنازع ټاکنې به وي، چې تر خیر به یې شر دې ملت ته ډېر شي.
د سولې په اړه هم د ولسمشر کړنې او خبرې سره په ټکر کې دي. وايي یو څه او روان بل څه دي. ولسمشر د سولې خبره کوي د سولې لپاره یې وړاندیز کړی دی، خو د خپل وړاندیز د عملي کولو لپاره یې هېڅ ډول عملي اقدامات نه دي پيل کړي. دا سمه ده چې د سولې شورا استازي به له مخالفينو سره په اړیکه کې وي، خو باید د هغوی راتگ ته پوره زمینه برابره شي. گاونډي او سیمه ییز هېوادونه باید د هغوی له ملاتړه را وگرځول شي. همدا روانه اونۍ په ناټو سازمان کې د امریکا استازې وویل چې روسیه او ایران طالبانو ته وسلې ورکوي. هغې ادعا کړې وه چې په دې اړه یې اسناد ترلاسه کړي دي. که دا خبره رښتیا وي، نو حکومت نه دی بریالی شوی چې د سولې لپاره د سیمه ییزو هېوادونو باور خپل کړي. امریکا هم وايي چې طالبان ځپل شوي دي، پر دوی هوایي بریدونه کوي، دا بریدونه لا ډېروي، د دوی مالي سرچینې په نښه کوي، مشران او غونډې یې په نښه کوي. نو دلته پوښتنه دا ده، چې د سولې لپاره ډېر کار کېږي، که د جگړې لپاره.
د سولې لپاره یوه خیالي طرحه وړاندې شوې ده، خو د جگړې په ډگر کې عملاً گولۍ مصرفېږي. طالبان گولۍ مصروفوي، حکومت هوايي بریدونه کوي او جگړه په درز کې روانه ده. دومره تمرکز چې په جگړه شوی، که پر سوله وشي نو معلومه خبره ده چې که سل سلنه بریالۍ نه شي نو پنځوس سلنه خو بریالۍ کېږي.
په اقتصادي مسایلو کې هم د ولسمشر څرگندونې او کړنې په ښکاره تضاد کې دي. ولسمشر د لویو پروژو د پیل ژمنه وکړه، خبرې او کنفرانسونه جوړ شول، خلکو ته د کور ورکولو، معاش لوړولو، لارو جوړولو او ورته مسایلو ژمنې وشوې، خو دا ژمنې یوه هم عملي نه شوه. د ټاپي پروژه افغانستان ته را ورسېده، درک یې معلوم نه دی چې دلته څه ورباندې وشول. د چین رېل پټلۍ راغله، خو یوازې یو ځل بس. همداسې نور هم درواخله، چې ناکامې خبرې او ناکامې پروژې دي. ولسمشر تر ډېره هڅه کوي چې د ملت پر ځای خپلې شاوخوا ته ولاړ او ناست کسان خوشاله وساتي. ځکه ولسمشر پوهېږي چې دا ملت لکه د نورو بد یې چې هېر کړل د ده بد هم هېرولی شي، خو چې نږدې کسان خوشاله وي.
له ولسمشر د ملت تمه دا ده چې خپلې پروژې عملي کړي او هغه څه چې په خبرو کې وايي، په عمل کې یې ثابت کړي. افغانان نور داسې یوې مرحلې ته ننوتلي دي چې په هېڅ شي باور نه شي کولی او ولسمشر دې دا بې باوري نوره هم نه پیاوړې کوي. د ملت د بې باورۍ ښه بېلگه د ټاکنو روانه نوملیکنه ده چې ولس پکې گډون نه کوي او نه غواړي چا ته رایه ورکړي. ولس ته ټول خلک معامله گر ښکاري او په وینا یې وکیل او ولسمشر ټول ځانونه څوکیو ته رسوي او هلته د ځان د بقا لپاره د ملت پر سر هر ډول معامله کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون