روغتيا او ژوند

د پودینې له دغو حیرانونکو روغتیايي گټو خبر یاست؟

پودینه هغه ارزانه او خوندور خواړه دي چې هر ځای په اسانۍ سره موندل کېږي او د مختلفو خوړو او سلادونو خوند زیاتولو لپاره په پراخه کچه کارول کېږي.

خو ایا پوهېدئ چې دغه شنې پاڼې د انسان پر روغتیا جادويي اغېز لري او انسان له یو شمېر جدي ناروغیو ژغورلی شي؟

دلته مو د پودینې له یو شمېر روغتیايي گټو او ناروغۍ څخه مخنیوی کوونکو ځانگړنو سره اشنا کوو:

اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي

پودینه له دې امله چې د هاضمې سیستم لپاره ډېره گټوره ده، د اضافي وزن کمولو وړتیا لري. پودینه د هاضمې سیستم هغه انزایمونه فعالوي چې د مختلفو خوړو مختلف مواد په غوره توگه حل او بدن ته يي جذبوي. کله چې بدن دغه مواد په مناسبه توگه جذب کړي، د بدن میتابولېزم فعالېږي چې د بدن اضافي وزن کمېدو لامل گرځي.

د خولې ناوړه بوی له منځه وړي

تازه پودینه خوړل یا د پودینې تېل د خولې عمومي پاکوالي کې مهم رول لوبوي او په طبیعي توگه د خولې ناوړه بوی له منځه وړي. له دې سربېره د پودینې تېل د غاښونو د سوري کېدو څخه هم مخنیوی کوي. دغو گټو لپاره یوازې یوه څاڅکې د پودینې تېل پر خپلې ژبې وڅڅوئ.

بدن ته اضافي انرژي ورکوي

که اکثره ډېر ژر د ستړیا احساس کوئ نو پودینه مو دغه ستونزه اوارولی شي. د یوې څېړنې پر بنسټ د پودینې بوی ذهن نور هم ویښوي، فعالیت يي زیات او غوره کوي. د پودینې بوی د انسان عصبي سیستم فعال او په حرکت راولي.

ذهني وړتیا زیاتوي

په ورځني ډول مناسبه اندازه پودینه کارول د انسان ذهن او اعصاب فعالوي او فعالیتونه يي غوره کوي. د یوې څېړنې پر بنسټ د پودینې کارول حافظه هم غښتلې کوي.

د سردرد مخنیوی کوي

د پودینې د تېل په څو څاڅکو تندي ته مالش ورکول ۱۵ دقېقو کې دننه سردرد لږ او له منځه وړلی شي. د پودینې پر تېلو د تندي مالش د اوږدې مودې لپاره مو له سردرد څخه لرې ساتي.

د مخ دانې

د مخ دانې له منځه وړلو لپاره د پودینې پاڼې ښه وټکوئ او لږه اندازه گبین ورسره یو ځای کړئ. د پودینې د پاڼو او گبین دغه مخلوط پر مخ ووهئ او شل دقېقو لپاره يي پرېږدئ. د وخت له بشپړېدو وروسته يي په گرمو اوبو ووینځئ.

زکام څخه مخنیوی

مېنتول نومي مواد اکثره د زکام او ټوخي په درملو کې کارول کېږي چې همدغه موادو شتون د پودینې د بوی لامل هم گرځېدلی. د پودینې چای جوړول او په بخار کې يي ساه اخیستل د پوزې بې شمېره روغتیايي ستونزو سربېره زکام هم درملوي.

د هاضمې سیستم ستونزې اواروي

د یوې څېړنې پر بنسټ د پودینې پاڼو کې شته گټور مواد له بدن څخه د فضله موادو اخراج اسانوي او د معدې عضلاتو ته د ارام کولو فرصت ورکوي. له دغه کار سره خواړه په اسانۍ سره له معدې څخه تېرېږي او په خېټه کې د گیس جوړېدل، خېټې پړسېدل او نورو ستونزو څخه هم مخنیوی کوي. له خواړه خوړولو وروسته د پودینې یو گېلاس چای مو له د هاضمې له بې شمېره ناروغیو ژغوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون