سلايډ (فيچر) نظر

د افغانستان او پاكستان د سياسي اختلافاتو شاليد ته يوه كتنه

عزيز چوپان

زما پر احساساتو ولاړ بحث نه خوښېږي؛ بلكې علمي، پر حقايقو او مستنداتو متكي بحث مې خوښ دى. زموږ د پوهنتون يو استاد و، هغه به ويل چې كله چا د كومې موضوع په اړه څېړنه كوله او وار له مخه يې ځانته هدف وټاكه چې خامخا به ځان دې هدف رسوم؛ نو دا علمي څېړنه، نه ده؛ خو كه چا پر علمي بنيادونو بنا څېړنه وكړه، بيا چې كومه نتېجه لاسته راغله همدغه حقيقت دى او د يوې علمي څېړنې نتېجه ده.

ما د پاكستان د جوړېدو په باب له ډېرو دوستانو سره بحثونه كړي دي، چا د پاكستان په پلوي دومره افراط او غلو كړې چې د پاكستان د جوړېدو فلسفه يې سند ته د اوولس كلن غازي محمد بن قاسم له راتگ سره تړلى، بيا يې د شاه ولي الله محدث دهلوي له مبارزاتو سره او بيا د معاصرو مسلمانو مبارزينو له مبارزاتو سره او چا دومره تفريط كړى چې يو مخ يې پرې كرښه راكاږلې؛ خو كه دقيقه څېړنه وكړو ښايي حقيقت د دغه افراط او تفريط په منځ كې وبولو.

د تاريخي قضاوتونو په اړه بايد هېر نه كړو، چې د هرې دورې او هرې مرحلې خپل شرايط وي او د هرې دورې په باب به قضاوت د همغه وخت د شرايطو پر بنا كوو. زه ډېر دوستان گورم چې يا يې د سلطان محمود غزنوي پر خلاف د خپل احساساتي قضاوت توره له تيكي را ايستې وي يا يې د احمد شاه بابا پر خلاف چې تر هغو دا لاندې كسان خو هغه د كوم چا په اصطلاح ورته د خيرك ادې هم نه ښكاري. كوم مسلمان فاتحان چې هند ته تللي، د هغوى هر يوه تگ ځانگړې انگېزې درلودې چې د اسلامي دعوت انگېزه خامخا له نورو انگېزو سره مله وه؛ خو د پاكستان د جوړېدو او د يا د هغو پخوانيو فاتحانو لكه محمد بن قاسم، سلطان محمود غزنوي، شهاب الدين غوري، احمدشاه ابدالي يا د دوى د اخلافو له تگ يا پخپله د علماو لكه امام شاه ولي ا… محدث دهلوي يا معاصرو علماؤ مبارزاتو سره جوت توپير درلود.

انگرېزان د شرقي هند د كمپنۍ له لارې كرار كرار پر ټول هند مسلط شول، هغه مهال روسانو د وسعت طلبۍ هڅې پيل كړې وې. انگرېزان له دې نه وېرېدل چې هسې نه روسان پر آمو را واوړي او د جنوب پر لور پرمختگ پيل كړي. حقيقت دا دى چې پر شاه شجاع او رنجيت سنگ د لاهور تړون (۱۸۳۸) د چې په ۱۸۳۹ كې د پاچا په توگه پر شاه شجاع توثيق كړاى شو، د جمرود تړون (۱۸۵۵-۵۷) د گندمك تړون (۱۸۷۹) او ډيورنډ تړون (۱۸۹۳) د تحميل اساسي علت د روسانو له احتمالي پرمختگه د انگرېزانو وېره وه. انگرېزانو په ۱۸۳۸ او ۱۸۷۸كې دوه ځله پر افغانستان نظامي تجاوزونه وكړل او افغانستان ته يې ډېر زيان واړاوه. په ۱۹۱۹ كې چې امان ا… خان تر پاچا كېدو وروسته، د افغانستان د بشپړ سياسي استقلال او د انگرېزانو پر وړاندې د جهاد اعلان وكړ، انگرېزان بيا دې ته چمتو وو چې پر افغانستان نظامي تجاوز وكړي؛ خو خصوصاً په جنوبي محاذ كې تر ماتې وروسته چې د «ټل» او «وانه» نظامي مركزونه مجاهدينو ترېنه ونيول، مجبور شول چې امان ا… خان ته د «متاركې» يا اوربند وړانديز وكړي. انگرېزانو د امان ا… خان د وېرولو له پاره پر كابل بمبارد هم وكړ. زما سر لا په سلو كې سل پر دې خبره نه دى خلاص چې امان ا… خان ولې د انگرېزانو د متاركې وړانديز ومانه. شهيد استاد سيد رسول خو په خپل كتاب «نگاهى به عهد سلطنت امانى» كې مدعي دى چې كه چېرې امان ا… خان له انگرېزانو سره اوربند نه واى منلى؛ نو مجاهدينو به په لږ وخت كې ځانونه ان كراچۍ ته رسولي واى؛ خو زيات احتمال دا دى چې يا خو د انگرېزانو بمبارد، امان ا… خان اندېښمن كړى و يا دا چې د خپلو مجاهدينو د بريا سهي انځور هغه ته نه رسول كېده؛ خو سره له دې ټولو مسأيلو، امان ا… خان د انگرېزانو پر وړاندې بريالى و؛ خو انگرېزانو د خپلې سياسي تجربې او پوهې له مخې، خپله ماته د راولپنډۍ د ۱۹۲۱ كال په تړون كې تلافي كړه. د لومړي ځل له پاره چې د مذاكراتو له پاره د بهرنيو چارو وزير علامه محمود طرزي راولپنډۍ ته ولاړ، د انگرېزانو شرايط يې رد كړل او بېرته كابل ته راستون شو؛ خو بل ځل چې والي علي احمد خان د افغان پلاوي په سر كې راولپنډۍ ته واستول شو، كه دليل يې هر څه وبولو؛ معامله، سياسي ناپوهي يا بل هر څۀ خو له انگرېزانو سره يې يو داسې تړون لاسليك كړ چې انگرېزانو خو د افغانستان بشپړ استقلال ومانه؛ خو نور داسې موارد يې په تړون كې ځاى پر ځاى كړل چې د گندمك د تړون له متن سره يې چندانې متفاوت نه درلود.

د شهيد سيد رسول په وينا كله چې علي احمد خان كابل ته راستون شو، امان ا… خان ورته دومره په غوسه و چې غوښتل يې اعدام يې كړي؛ خو دا چې د مور وراره يې و، مور يې هغه دې كار ته پرېنښود خو امان ا… خان دوه كاله دى په ارگ كې نظر بند كړ، چې په پاى كې يې مور خپله لور هم ورته نكاح كړه او له بنده خلاص شو. علي احمد خان د شاغاسي خوشدل زوى او شاغاسي شېردل خان لمسى و، د امان ا… خان تر سقوط وروسته هغه د پاچهۍ خوب ليده؛ خو دا ارمان يې و نه رژېد. كله چې امان ا… خان دوهم ځان په كندهار كې خپله پاچهي اعلان كړه، علي احمد خان هم له پېښوره كندهار ته ورغى او ورسره ملگرى شو؛ خو كله چې امان ا… خان په غزني كې ماته وخوړه او افغانستان يې د تل له پاره ترك كړ او بيا د حبيب ا… كلكاني لښكرې كندهار ته ورسېدې، علي احمد خان يې ونيو او كابل ته يې راوست او دلته يې اعدام كړ.

د راولپنډۍ په تړون كې يوه بله لويه تشه دا وه چې د ډيورنډ كرښې په باب په كې هېڅ و نه ويل شول او موضوع همداسې گونگه پاتې شوه، حال دا چې امان ا… خان بايد دا موضوع له انگرېزانو سره يو طرفه كړې واى، كه هغه مهال دا اقدام شوى واى اوس به د دواړو گاونډيو هېوادونو افغانستان او پاكستان به په سوله كې ژوند كولاى او ښه روابط او متقابل اعتماد به يې سره لرلاى، دا موضوع د نادرخان په وخت كې هم گونگه پاتې شوه او د حبيب ا… كلكاني دوره خو د دغسې موضوعاتو د راپورته كولو دوره نه وه؛ خو دا موضوع د ظاهر شاه په واكمنۍ كې په ۱۹۴۹ كال چې شاه محمود خان صدراعظم او داوود خان د صدارت مرستيال او د دفاع وزير و او پاكستان د خوست مغلگۍ بمبارد كړه چې افغان لوري ته يې مرگ ژوبله واوړوله گرمه شوه. په ۱۳۳۴ كال خو چې داوود خان صدراعظم و، د سفر برۍ اعلان هم وشو او د څو دورو احتياط هم را ټول كړاى شول؛ خو خبره تر جنگه و نه رسېده.

د افغانستان او پاكستان ترمنځ د اختلافاتو يو ښه اړخ دا دى چې تر اوسه دا دواړه هېوادونه مستقيماً په نظامي ډگر كې لاس و گرېوان نه شول، حال دا چې د هند او پاكستان ترمنځ څو ځلي دا كار وشو. پاكستان د ۱۹۴۷-۴۸ په جنگ كې د كشمير تقريباً درېيمه برخه ونيوله چې نن د ازاد كشمير په نامه يادېږي او سړى ورته تر څه بريده كور واكې سيمه ويلاى شي؛ ځكه خپل ولسمشر، خپل صدراعظم او خپله كابينه لري؛ خو حقيقت دا دى چې ازاد كشمير د پاكستان برخه ده؛ خو پاكستان بيا د ۱۹۷۱ په جگړه كې بنگله دېش له لاسه وركړ او تجزيه شو.

په ۱۳۵۲ (۱۹۷۳) كې چې د داوود خان په مشرۍ په كابل كې كودتا وشوه، داوود خان جمهوريت اعلان كړ او په خپله لومړنۍ بيانيه (خطاب به مردم) كې يې يو ځل بيا د پښتونستان موضوع ياده كړه او دې خبرې پاكستان ته اندېښنه پيدا كړه؛ ځكه اصلاً د پښتونستان موضوع يا د ډيورنډ كرښې ور اخوا د افغاني خاورې او پښتنو او بلوڅو د برخليك مسأله داوود خان را ژوندۍ كړه او په خپله سياسي اجنډا كې يې شامله كړه. د پاكستان په ادعا، داوود خان د خپل جمهوريت په دوره كې په هلمند ولايت كې له ډيورنډه پورې غاړه بلوڅانو ته نظامي روزنيز كمپونه جوړ كړل. په همدغه گير و دار كې چې د داوود خان په نظام كې مسلطو كمونستانو خصوصاً پرچميانو خپلو سياسي مخالفينو ته لاس واچاوه، په دوى كې د اسلامي نهضت مشران او يو شمېر منسوبين هم شامل وو چې شروع يې له انجنير حبيب الرحمن نه وشوه. كه تر ده د مخه پخوانى صدراعظم ميوندوال ونيول شو هم پرې د كودتا تور ولگول شو او كه انجنير حبيب الرحمن ونيول شو هم پرې همدغه تور پورې كړاى شو، حال دا چې هغه يو ۲۲ كلن يا ۲۳ كلن محصل و چې په پولي تخنيك پوهنځي كې يې زده كړې كولې او ميوندوال هم د داوود د كودتا پر مهال له هېواده بهر و او بيا د راستنېدو پر مهال يې چې كله له الوتكې راكوز شو، خپلو دوستانو ته چې د ده هركلي ته ورغلي وو يوه پرجوشه بيانيه وركړه او د داوود خان بشپړ ملاتړ يې اعلان كړ؛ خو پرچميانو له هغه نه وېره درلوده او په حقيقت كې دا وېره د مسكو وه؛ نو داوود خان يې پر هغه بدگومانه كړ او هغه يې زندان ته واچاوه، چې خپله هلته د پرچمي ازهر په واسطه شهيد كړاى شو او نور ملگري يې په پلچرخي كې چانواري كړاى شول چې جنرال خان محمد خان مرستيال هم په كې شامل و. كله چې د اسلامي نهضت پر پلويانو خصوصاً مشرانو د هېواد سياسي فضا ډېره تنگه شوه؛ نو هغه شمېر مشران يې چې لا داوودي حكومت نه وو نيولي، پېښور ته مهاجر شول. دغو مشرانو په ۱۳۵۴ كال له يو څه اختلاف سره سره په څو ولايتونو كې د داوود پر خلاف د نظامي عملياتو پرېكړه وكړه، دا عمليات وشول؛ خو ناكام شول، د اسلامي نهضت يو شمېر منسوبين چې په دې علمياتو كې شامل وو ونيول شول او څه يې پر دې بريالي شول چې له هېواده ووځي. ډېره كاله وروسته نصيرا… بابر چې هغه مهال د صوبه سرحد گورنر و، په خپله يوه مركه كې چې پښتو متن يې «نوښت» مجلې خپور كړ وويل چې موږ پوهېدو چې دغه محدود نظامي عمليات د داوود خان حكومت ته هېڅ زيان نه شي اړولاى؛ خو موږ غوښتل چې داوود خان ته يو پيغام ور واستوو چې كه ته زموږ پر خلاف بلوڅان روزې؛ نو موږ هم بنگړي نه دي په لاس كړي. دې عملياتو ريښتيا هم داوود خان ته ټكان وركړ، كله چې داوود خان پر خپلو تېروتنو پوه او له مسكو سره يې هم مناسبات د سړېدو پر خوا ولاړل؛ نو له پاكستان سره يې هم د دوستۍ مزي وغځول. د هغه مهال د بهرنيو چاور سياسي معين عبدالصمد غوث وايي چې كه په پاكستان او افغانستان دواړو كې سياسي بدلونونه، نه واى راغلي ښايي په راتلونكو څلور پنځه كالو كې د دواړو لوريو ترمنځ ټول، مسايل حل شوي واى.

دا چې د ۱۹۷۷ په جولاى كې د پاكستان د صدراعظم ذوالفقار علي بوټو پر خلاف كودتا وشوه او د ۱۹۷۸ په اپرېل كې د داوود خان پر خلاف د خلق دموكراتيك گوند، دا سهي ده چې سړى په كې كورني فكتورونه هم ناليدلي نه شي گڼلاى؛ خو ډېر رول په كې د بهرني فكتور و.

دوام لري…

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون