پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

بلوچستان: د سکرو په کانونو کې چاودنو شپاړس کارگران وژلي

د پاکستان بلوچستان ايالت د کوټې ولسوالۍ اړوند په دوو سيمو کې د سکرو په کانونو کې چاودنو لږ تر لږ شپاړس کارگران وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي دي.

په يوه کان کې څلور نور کان کيندونکي بند پاتې دي او د چارواکو په وينا د هغوی د ژغورلو هڅې روانې دي.

دا پېښې د کوټې ښار ختيځ مارواړ او سپين کاريز سيمو کې رامنځته شوي دي.

د کوټې ختيځ لور ته تقریبا پنځه څلوېښت کيلومټره لرې مارواړ سيمې په درې کانونو کې څلرويشت کان کيندونکو کار کاوو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دغو درې واړو کانونو کې د درنو چاودنو له امله ټول کان کيندونکي بند پاتې وو.

د چارواکو په وينا د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودنې د گاز د بنديدو له امله شوي دي.

د پېښې قربانيان د کوټې ملکي  روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان ايالت چارواکي وايي، چې د مارواړ له کانونو يې تر اوسه دولس مړي او نهه ټپيان يې راويستي او د څلورو نورو ايسار شوو کسانو د ژغورلو هڅې کوي، خو ځايي سرچينې وايي، چې د ايسار شوو کسانو ژوندي ژغورل ناشوني ښکاري.

د کوټې ښار ډپټي کمشنر ويلي، چې کارېز سيمه کې هم د سکرو په يوه کان کې څلور کان کيندونکي وژل شوي او جسدونه يې راويستل شوي دي.

د پاکستان ډان نيوز وايي، چې کان کيندونکي د خیبر پښتونخوا د سوات سيمې اوسېدونکي دي.

پاکستان کې د کانونو د غير مسلکي کيندنو له امله هر کال سلگونه کان کيندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون